د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیې د پاکستان الوتکه په زور کښېنولې


د بریتانیې پولیس وايي چې دوي د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت یا پي آی ای په یوې الوتکه کې دوه کسه نیولي دي. دغه الوتکه لندن ته نږدې په یوه هوايي ډګر کې په زوره کښېنول شوې ده.

د شاهي هوايي ځواکونو جټ الوتکې د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت یا پي آی ای الوتکه چې د لاهور ښار څخه د منچیستر ښار ته روانه وه، د ستانیسد په هوايي ډګر کې کښېنستو ته اړ کړله.

چارواکي وايي چې په دې اقدام یې وروسته له هغه نه لاس پوري کړ چې د الوتکې دننه یوه پېښه رامنځ شوه او د الوتکې د کښېنستو وروسته دوه کسه په دې تور ونیول شول چې غوښتل یې الوتکه د خطر سره مخامخ کړي.

دغه پېښه دوه ورځې وروسته له هغه نه ترسره کېږي چې د لندن په یوې کوڅې کې د بریتانیې د پوځ یو عسکر ووژل شو. د بریتانیې حکومت د عسکر د وژل کېدو پېښه یو تروریستي عمل وبلی.
XS
SM
MD
LG