د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د برما سره تجارتي اړېکي غواړي.


د پاکستان جمهور ریس زرداري
د پاکستان جمهور ریس زرداري

د پاکستان جمهورررئیس غږ کړېدی چې له برماسره قوی اړېکی ولري. اصف علی زرداری نن د سه شنبی په ورځ له خپل انډول سره په برما کې ملاقات وکړ. دهغه داسفر په داسی وخت کې برماته کېږی چې د پاکستان دملکی حکومت او پوځ ترمنځ جنجال دهغه مکتوب په سر زېات شوېدی چې دېوې ادعا له مخی نه له امرېکا نه مرسته پکې غوښتل شوی وه چی په پاکستان کې دنظامی کودېتا مخه ونېسی.

د پاکستان جمهوررئېس اصف علی زرداری دفتر نن دوخته په ېوه بېانېه کې وېلی وو چی جمهوررئېس به د برما له جمهوررئېس تېن سېن سره ددې لپاره ملاقات وکړی چی ددواړو هېوادونو ترمنځ تجارتی همکاری او اقتصادی اړېکی پرمخ بوزی. هغه هلته ددوه ورځنی رسمی سفر لپاره رسېدلی دی.

له دېنه علاوه د تېلو او گازو په برخه کې هم د همکاری او پرمختگ لپاره په خبرو کې ځای ورکړل شوېدی. د پاکستان جمهوررئېس نېت لری چې د ا اړېکی له آسېن سره دبشپړ شراکت اوهمکاری کچی ته لوړی کړی او دموسسساتو دهمکاری سوېې ته ېې ورسوی.

ښاغلی زرداری پلان لری چې د نوبل د جاېزې له گټونکی اوسان سوکی سره هم ملاقات وکړی. ښاغلی زرداری به هغی ته ددې کامېابی مبارکی ورکړ ی چې هغه بېرته په سېاست کې داخله شوېده.



XS
SM
MD
LG