د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې بس موټر ټکر کړی ۲۰ تنه وژل شوي


په پاکستان کښې پولیس وایي چې د مساپرو یو بس د بریښنا د پایې سره جنګیدلی لږ تر لږه 32 تنه پکښې وژل شویدي. بس موټر د بریښنا د پایې سره تر جنګیدو وروسته په بل مخ اوښتی دی.


د پولیسو یوه جګپوړه افسر ذوالفقار چیما ویلي دي چې پیښه د شیخه پوري په سیمې کښې نن سهار وختي شویده او په کښي لږ تر لږه 35 تنه ټپي شوي هم دي.

چیما ویلي دي چې د پیښې اصلي علت د موټروان بې پروایي ده ځکه چې موټر یې په ډیر سرعت چلاوه.

د پولیسو دغه افسر ویلي دي چې بس د لاهور نه فیصل آباد ته روان ؤ.


د خرابو سړکونو او د موټروانانو د بې پروایۍ له وجې په پاکستان کښې ترافیکي پیښې عادي دي. د همدې میاشتې په 16 مې نیټې یو بس چې پاکستاني عسکر پکښې سپاره وه، د دې هیواد په شمال لویدیځه برخه کښې کندې ته ولویده او 24 تنه پکښې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG