د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د اعدامونو لړۍ بیا پیل کړه


د بخښنې نړیوال سازمان اټکل کوي چې په پاکستان کې څه دپاسه ٨٠٠٠ بندیان په اعدام محکومه شوي
د بخښنې نړیوال سازمان اټکل کوي چې په پاکستان کې څه دپاسه ٨٠٠٠ بندیان په اعدام محکومه شوي

پاکستان د ملتان په ښار کې د دوشنبې په ورځ سهار وختي د دوو تنو په دار ځړولو سره د اعدامولو لړۍ چې د د روژې د میاشتې په وجه درول شوې وه، بیرته پیل کړه. په تیرو اتو میاشتو کې په پاکستان کې د اعدام شویو کسانو شمیر ١٧٦ تنو ته رسیدلی.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، پاکستان د شپږو کالو وقفې وروسته د تیر دسمبر راهیسې د اعدامونو سلسله بیرته جاري کړې ده.

د پنجاب په ولایت کې زندانونو په چارو کې د حکومت لوړپوړي سلاکار چوهدري ارشاد سعید د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې "نن سهار د ملتان په مرکزي زندان کې دوه تنه بندیان چې فاروق الیاس فاروقه او کریم نواز، نومیدل د اعدام سزا پرې عملي شوه".

هغه زیاته کړه چې دواړه کسان د خلکو د وژلو په جرم په ځانگړو دوسیو کې د اعدام په سزا محکوم شوي وو.

پاکستان په پیښور کې پر یو ښوونځي باندې د طالبانو د تیر دسمبر د برید وروسته چې ١٥٠ تنه په کې ووژل شول، د اعدام کولو سلسله چې د ٢٠٠٨ کال څخه تر ٢٠١٣ کال پورې یې ځنډولې وه، بیرته پیل کړه.

د پاکستان د جنایي محاکمو د سیستم انتقاد کوونکي وایي پولیس بندیان شکنجه کوي او تورن کسان قانوني وکیلانو ته پوره لاس رسی نه لري.

اروپایي ټولنې، ملگرو ملتونو او د بشري حقونو فعالینو ټولو له پاکستان څخه غوښتي چې د تیرو کلونو په څیر د اعدام کولو لړۍ ودروي.

د بخښنې نړیوال سازمان اټکل کوي چې په پاکستان کې څه دپاسه ٨٠٠٠ بندیان په اعدام سزا محکوم دي.

XS
SM
MD
LG