د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د مرکزي بانک رئیس استعفا وکړه


د پاکستان د مرکزي بانک رئیس استعفا وکړه
د پاکستان د مرکزي بانک رئیس استعفا وکړه

د پاکستان د مرکزي بانک رئیس د شخصي دلایلو پر بنا استعفا وکړه.

د پاکستان د مالیې وزارت دغه اعلان نن د پنجشنبې په ورځ وکړ. دغه اعلان په داسي وخت کې وشو چې یواځي څو ورځې ورسته به دغه ملک خپله کلنۍ بودیجه اعلان کړي.

سید سلیم رضا په کال ۲۰۰۹ کې مقرر سو او تیره میاشت یې خپله استعفا جمهور ريْس ته وړاندي کړه . چارواکي وايي چې د پاکستان جمهور ريْس آصف علي زرداري د هغه استعفا پرون د چارشنبې په ورځ ومنله.

پاکستان د نړیوال مالي وجهي صندوق نه ۷ میلیارد ډالره پور اخیستی دی چی خپل اقتصاد با ثباته کړي او د ملک د نقدو پیسو ذخیرې قوي کړي. تیره میاشت د پاکستان مرکزي بانک اعلان وکړ چې د سود سطح به ۱۲،۵ فیصده وساتي ترڅو د استهلاکي موادو د بیې د لوړوالي مخنیوی وکړي.

د پاکستان د مالیې وزارت وویل چې د مرکزي بانک مرستیال یاسین انور به ددې بانک د سرپرست ریْس په توګه کار کوي.

XS
SM
MD
LG