د لاس رسي وړ اتصالات

دپاکستان-چین ترمنځ د ترانزیتي دهلیز له نقشې سره مخالفت


د پاکستان په سنا کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سناتور روف لالا امریکا غږ ته وویل چې اوسنۍ نقشه د پخوانۍ سره ډیر ټوپير لري.
د پاکستان په سنا کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سناتور روف لالا امریکا غږ ته وویل چې اوسنۍ نقشه د پخوانۍ سره ډیر ټوپير لري.

د پاکستان په سنا کې ډېر شمېر پښتانه او بلوڅ سناتوران د پاکستان او چین ترمنځ د ترانزیتي لارې د دهلیز د جوړولو د پروژې پر نقشې نیوکه کوي او وايي چې، د پروژې نقشه له زړې سره ډېر توپېر لري او د دوی په خبره داسې جوړه شوې چې پښتنو او بلوڅو ته یې ګټه نه رسي.

د پاکستان په سنا کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سناتور روف لالا دامریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې اوسنۍ نقشه د پخوانۍ سره ډیر ټوپير لري.

هغه وايي "په لومړي ځل چې کله د گوادر په بندری ښارکې ددی اقتصادی دهلیز د جوړولو د پروژو اعلان وشو نو د پاکستان صدراعظم نوازشریف او ورسره د چین چارواکي او ډیپلوماټان هم موجود وو. په دغه ناسته کې په څرګنده توګه دا وویل شول چې موږ د گوادر سره داسې اقتصادي دهلیز جوړو چې د ګوادر څخه به دخضدار،کلات،کوټې،ژوب او دغه راز د خیبر پښتونخوا صوبې د ټانک ښار دلارې د چین د سنکیانگ تر کاشغره پوري یو سړک جوړېږي. بل سړک به د کچلاغ څخه چمن او دافغانستان دلارې د مرکزی اسیا هیوادونو پوري وځغول شي. دوي دا اعلان کړی و."

د سناتور روف لالا سره د امریکا غږ خبریال خلیل خان بشپړه مرکه دلته واوریْ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:14:12 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG