د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان محکمې عیسوۍ انجلۍ په ضمانت آزاده کړه


د پاکستان یوه قاضی یوه عیسوۍ انجلۍ په ضمانت ازاده کړې ده. ریمشا مسیح تیره میاشت په اسلام آباد کې وروسته له هغه ونیول شوه چې پر کور یې په غوصه شوي همسایګان راغونډ شوي وو او پر هغې یې تور لګوی چې د قرآن شریف پاڼې یې سوځولي دي.

د جمعې په ورځ د محکمې قاضي محمد اعظم خان د مسیح د آزادېدو امر صادر کړ. هغه د درو اونیوو راهیسې د پولیسو په بند کې ده. خان هغه د ۱۰۵۰۰ ډالرو ضمانت په مقابل کې آزاده کړه. تر اوسه پوري لا معلومه نه ده چې هغه به څه وخت عملا آزاده شي.


تیره اونۍ پولیسو د خالد جدون په نامه هغه ملا ونیوی چې پرې تور و چې دغه انجلۍ ته یې دسیسې جوړه کړې وه. هغه وروسته له هغه ګرفتار شو چې د هغه د جومات غړو چارواکي پرې خبر کړل.


د پاکستان د قانون پر بنسټ هر څو ک چې د اسلام د دین او د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) سپکاوی وکړي، د مرګ د سزا سره به مخامخ شي. په یوه طبي ریپوټ کې راغلي وو چې د یادشوې ۱۴ کلنۍ انجلۍ روغتیايي وضیعت هم ښه نه وو.
XS
SM
MD
LG