د لاس رسي وړ اتصالات

دوه عیسوي ورونه د اسلام خلاف د خبرو په تور په پاکستان کې ووژل شول


دوه عیسوي ورونه چې د اسلام خلاف په ناروا خبرو تورن شوي دي، په پاکستان کې د دوشنبې په ورځ د فیصل اباد په ښار کې له یوې محکمې نه بهر وویشتل شول او ووژل شول.

دغه دوه ورونه تیره میاشت وروسته له هغه نه توقیف شوي وو چې داسې پاڼې یې په ښار کې خپرې کړي وې چې د دوی نومونه پرې لیکل شوي وو او د اسلام د پیغمبر خلاف سپکې خبرې پکې وې.

د اسوشیتیډ پریس خبري اژانس د پاکستان د اقلیتونو د وزیر شهباز بهټي له قوله لیکي چې د فیصل آباد جوماتونو غوښتنه کړې وه چې په دې کسانو باندې حمله وشي.

د تورنو کسانو ملاتړ وايي چې دوی فکر کوي چې په دغو دواړو ورونو پورې چا تور تړلی دی.

د پاکستان هغه قوانین چې د دین خلاف د بې حرمتۍ په برخه کې دي د مذهبي اقلیتونو او د بشري حقوقو د ادارو له خوا نه پرې اکثرا انتقاد کیږي.

ډاکټران وايي چې هغه پولیس چې دغه ورونه یې بدرگه کول، په حمله کې زخمي شوي دي.

د امریکا خارجه وزارت، په پاکستان کې د مذهبي ازادیو په برخه کې په خپل تازه رپوټ کې وايي چې له دغو قوانینو نه د جنجالونو په حل کولو کې تیری کیږي او د ځايي اقلیتونوپه برخه کې توپیري سلوک کیږي.

XS
SM
MD
LG