د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په پوځ د انتقاد له کبله د ټولنیزو رسنیو د فعالینو نه تحقیقات کوي


په پاکستان کې یو امنیتي مامور د دوشنبې ( مۍ ٢٢) په ورځ ویلي چې د هغه فعالینو په خلاف یې اقدامات پیل کړیدي چې په ټولنیزو رسنیو کې د دغه ملک د پوځ په ضد لیکل کوي. تر اوسه پورې د لږ تر لږه ٢٠٠ اکاونټونو په هکله تحقیقات پیل شویدي.

دغه تحقیقات د پاکستان د فیډرالي تحقیقاتي ادارې اف آی اې هغه وخت پیل کړل چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان د هغو کسانو د نیولو امر وکړ چې په ټولنیزو رسنیو کې د پوځ په ضد لیکنې کوي.

د ایف آی اې چارواکي رویټرز ته وویل "مونږ ته د لږ تر لږه ٢٠٠ مشکوکو کسانو لسټ راکړل شویدی خو مونږ ترینه یواځې ١٨ تنه په گوته کړیدي."

د ایف آی اې چارواکي د نوم نه څرگندولو په شرط وویل چې

"په دغو کسانو تور دی چې د پاکستان د پوځ او نورو ادارو په ضد منفي لیکنې خپروي."

هغه زیاته کړه چې تر اوسه پورې یې یواځې دوه تنه نیولي او د تحقیقاتو نه وروسته یې پریښي دي.

د پاکستان پوځ په ١٩۴٧ کال کې د پاکستان د جوړېدو نه وروسته څو ځلې کودتا کړېده او ملکي حکومتونه یې نسکور کړیدي. د پاکستان د پوځ د جنرالانو او د سیاسي مشرانو ترمنځ اړیکې ډیرې حساسې بلل کیږي.

د پاکستان حکومت د ټولنیزو رسنیو د فعالینو په ضد دغه اقدامات د هغې نه وروسته پیل کړل چې د انگلیسۍ ژبې د ډان ورځپاڼې د امنیتي مامورینو ترمنځ د یو ملاقات تفصیل خپور کړ. د دغې رپورټ د خپرېدو نه وروسته د پاکستان د پوځ او حکومت ترمنځ اړیکې ترینگلې شوې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نثارعلي خان د دغو گامونو په دفاع کې وویل چې پکار ده چې هغوي د پاکستان د امنیتي ادارو حفاظت وکړي. هغه وویل"د پاکستان د پوځ او نورو امنیتي ادارو په هکله دا ډول انتقادونو ته به اجازه ور نکړو."

د پاکستان د حکومت سیاسي مخالف د عمران خان د تحریک انصاف گوند دغه اقدامات غندلي دي. د تحریک انصاف د گوند ځینې طرفدارانو نه هم تحقیقات شویدي.

د عمران خان د گوند ویاند نعیم الحق وویل "دا د اساسي حقوقو نه سرغړونه ده."

د روان کال د جنورۍ په میاشت کې پنځه تنه فعالین لادرکه شول. دغو پنځو تنو به په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان په پوځ نیوکې کولې. له دغې ډلې نه یې څلور تنه پیدا شول چې بیا د پاکستان نه وتښتېدل. په دغو پنځو تنو فعالینو باندې مذهب ته د سپکاوې تورونه لگیدلي وو.

په خوشې شوو کسانو کې یو د پاکستان استخبارات د ټولنیزو رسنیو د فعالانو په تښتولو تورن کړل.

په هغو کسانو کې چې ایف آی اې ورسره تماس نیولی دی، یو یې ژونالسټ طه صدیقي دی. صدیقي ویلي دي چې هغه ته د ایف آی اې یو مامور ټیلیفون کړیدی او ورنه یي غوښتي چې د تحقیقاتو لپاره دې حاضر شي.

خو ښاغلي صدیقي اف آی اې ته د حاضرېدو پر ځای د اسلام اباد په محکمې کې د هغوي په ضد عریضه وکړه. صدیقي وویل "ما ځان ته خطر احساس کړی او زه محکمې ته عریضه ځکه کوم چې د دې نه مخکې چې څه وشي، زه د خپل حفاظت خواست کوم."

د ایف آی اې مشر نعمان بولدا تائید کړه چې د صدیقي سره یې خبرې کړیدي خو نور جزیات یې ورنکړل.

XS
SM
MD
LG