د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د حکومت په خلاف لاریون


په اسلام آبا د کې د حکومت په خلاف د مخالف گوند لاریون
په اسلام آبا د کې د حکومت په خلاف د مخالف گوند لاریون

مظاهره کوونکو د پاکستان د حکومت په خلاف شعارونه ورکول او د صدراعظم نواز شریف د گوښه کیدو او له دندې د لری کیدو غوښتنه کوله.

دا مظاهرې د اپوزیسیون یوه مشر عمران خان او د پاکستاڼي دیني عالم طاهر قادري په مشرۍ تنظیم شوې وې.

دواړو مشرانو د شریف پر یوه کلن حکومت باندی د فساد تور لگاوه.

عمران خان او قادري دواړو هوډ وکړ چې دوی به په اسلام آباد کی تر هغې خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي تر څو چې ښاغلی شریف له خپلی دندی گوښه شوی نه وي.

دوی په همدې ترڅ کی د نویو ټاکنو د تر سره کولو غږ هم کاوه. او ویل یی چې نواز شریف د خپل ریښتوني ولسمشر په توگه نه مني او باید چې ټاکنی بیا له سره شي تر څو پر حکومت باندې د خلکو ډاډ پیدا شي.

کارپوهان په پاکستان کې دا سیاسي کړکیچ د هغه هیواد د راتلونکې دپاره ستونزمن بولي. د جمعې په ورځ هم د گوجرانوالا په سیمه کې نښتې پېښې شوې او د عمران خان د موټرو پر کاروان باندې چې د مظاهرو د مشرۍ دپاره روان و، ډزې وشوې. د هغه ویاند وویل چې پخپله خان ندې ژوبل او لدې بریده روغ رمټ خلاص شو.

XS
SM
MD
LG