د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د نوي ملت پال حکومت د جوړیدو غږ


په پاکستان کې دوامدارې مظاهرې
په پاکستان کې دوامدارې مظاهرې

د پاکستان د حکومت لسهاو زرو مخالفینو د پاکستان په پلازمینې کې خپلو مظاهرو ته نن هم دوام ورکړ او دا هوډ ېې وکړ چې دوی به تر هغې د حکومت په وړاندې خپل مخالفت ته دوام ورکړي تر څو چې صدراعظم نواز شریف استعفی نه وي کړې آو په هغه هیواد کې ټاکنی تر سره شوی نه وي.

دا مظاهرې د څو ورځو راهیسې په اسلام آباد کې دوام لري، او د مخالف گوند مشر عمران خان او د دیني عالم طاهر القادري په مشرۍ تنظیم شوی دي.

دینی عالم طاهر ال قادري خپلو ملاتړو ته د وینا په ترڅ کې وویل، " کله چې پخپله صدراعظم شریف او ورور یی شهباز شریف دواړه له دندې گوښه شي، ددوي حکومت به هم ختم شی. پارلمان او څلور واړه اسامبلې یی هم لغوه شي نو بیا به د دیموکراتیکو اصلاحآتو دپاره ملی ملت پال حکومت تشکیل شي."

مخالف گوندونه پر ښاغلي شریف تور لگوي چې د تیر کال په ټاکنو کې یی درغلي کړې وه او له همدې لارې یی خپل گوند واک ته ورساوه.

د مخالف گوند مشر عمران خان وایي، "کله چې په ټاکنو کې د درغلۍ مسله په اثبات ورسیږي، صدرعظم نواز شریف صاحب زه ستا تیاره راتلونکې ته گورم.تاسو یو څه په یاد وساتئ، د پاکستان خلک! دا د خدای تعالی قانون دی. د هر څه پاداش او سزا د الله تعالی په لاس کی وي."

خو ښاغلي شریف دا ټول تورونه رد کړی دي. د هغه پلویان نن هم د خپلو مشرانو سره د یشپړ ملاتړ د څرگندولو په موخه د آب پاره په نوم چوک کې را ټول شوي و.

د عمران خان یو پلوی د خپلو غوښتنو په اړه داسې وایي، "که د خدای اراده وي ، نو مونږ به لدې ځای نه ، هیڅ چیرې هم نه ځو تر څو چې زمونږ غوښتنې نه وي پوره شوې او زمونږ فاسد صدراعظم له خپلی دندې لاس نه وي اخیستی."

شرمین یوه بله مظاهره کونکې وایي، "کله چې زه دغو خلکو ته چې دلته پدې حالاتو کې دلته پاتې کېږي گورم، نو په ډاگه ده چې دوی بدلون غواړي، دوی دلته د لری پرتو ایالتونو څخه راغلي نو فکر نه کوم چې د کومې نتیجې نه پرته چیری ولاړ شی."

که څه هم چې د مظاهره کوونکو شمیر له هغه څه نه چې اټکل یی شوی و کم دی خو بیا هم د هغه هیواد د پلازمینې په سوداگریزه مرکزي سیمه کې یی ټول کارو بار په ټپه درولای دی.

عمران خان او قادري ویلي و دوی به یو اعشاریه اوه ملیون وگړي د حکومت په خلاف مظاهرو ته ودروي. خو پولیس وایی چې دیرش زرو کسانو د قادری او پنځه ویشت زرو کسانو د عمران خان په غونډو کې گډون کړی و.

مظاهره کوونکي پر سړک باندی د شپې په تیرولو نن سهار د چای د برابرولو او د اخبار د لوستلو په حال کی تر سترگو کیدل او دا هوډ یی تازه کاوه چې دوي به د حکومت په خلاف خپل مقاومت ته دوام ورکړي.

دا د نواز شریف ملکي پنځلس میاشتنی حکومت ته تر اوسه پورې تر ټولو لوي آزمېښت گڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG