د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ډسکو ملا، کافر که بې گناه؟


مولانا جمشید
مولانا جمشید

د پاکستان په رسنیو کې له څو ورځو راهیسې د جنېد جمشید د کفر او بې گناهۍ په هکله تاوده بحثونه روان دي.

جنېد جمشید چې د پاکستان د پاپ موسیقۍ یو پخوانی مشهور سندرغاړی دی، څو ورځې له مخه هغه وخت په جنجال اخته شو چې یوې مذهبي غونډې ته یې د وینا په وخت د اسلام د پېغمبر او د هغه د تر ټولو کم عمره ښځې بي بي عایشې تر مینځ د اړیکو په هکله ځینې مثالونه ورکول. نوموړی غونډې ته وویل چې بي بي عایشې به کله نا کله د اسلام د پیغمبر پام ځانته اړولو لپاره هسې مکر کولو او ځان به یې د درواغو په ناجوړۍ اچولی و.

د جنېد جمشید د وینا ویډیو په تلویزیون باندې له خېرېدو وروسته سمدستي ټولنیزو رسنیو ته لار و موندله او د دواړو مذهبي او لبرال ډلو د بحث موضوغ وگرځیده.

مذهبي ډلو د ښاغلي جمشید خبرې د اسلام د پېغمبر او د هغه د کورنۍ سپکاوی و باله او د پاکستان له قانون سره سم یې د نوموړي د محاکمه کیدو غوښتنه وکړه.

لبرالو ډلو بیا د پاکستان د (توهین رسالت) په هغه قانون انتقاد وکړ چې له مخه یې په دغه هیواد کې ډیر خلک، په تېره د مذهبي اقلیتونو خلک محاکمه شوي، او ځینې یې وژل شوي هم دي، خو ښاغلی جمشید ددغه قانون له مخه نه دی محاکمه شوی.

د پاکستان د توهین رسالت نومی قانون په کال ١٩٨٧ کې منظور شو او تر اوسه ددغه قانون په اساس په سلگونو خلکو باندې اسلام او پېغمبر ته د سپکاوي تورونه لگول شوي.

ځینې غیر مسلمانان په زندانونو کې د محکمې د پرېکړې له مخه عادي خلکو یا بیا د پولیسو له خوا وژل شوي دي. په کال ٢٠١١ کې د پنجاب ایالت والي سلمان تاثیر او وروسته بیا د اقلیتونو د چارو وزیر شهباز بټي د آسیه بي بي نومي عیسوي نجلۍ سره په خواوږي څرگندولو ووژل شول، ځکه چې نوموړې د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي تورنه وه.

د څو ورځنیو تودو بحثونو او انتقادونو وروسته ښاغلي جمشېد پرون یوه بله ویډیو خپره کړه چې پکښې یې د خپلې خطا بښنه غوښتې. نوموړي ته نږې ځینې مذهبي مشرانو له خلکو غوښتې چې هغه دې وبښي ځکه چې خپله خطا یې منلې ده.

د لاهور اوسېدونکي، جنېد جمشېد د انجینرۍ په ډگر کې زده کړې ترسره کړې دي، او وروسته یې د پاپ سندرغاړي او فلمي هنرمند په حیث شهرت وموندلو. د موسیقۍ په ډگر کې له شهرت وروسته هغه ورو ورو د مذهب لور ته مخه کړه، ږېره یې پرېښودله، سپینه خولۍ یې په سر کړه ، او د مذهبي سندرو څو البمونه یې خپاره شول.

ښاغلی جمشید دا وخت د پاکستان د تبلیغي مذهبی ډلې یوه وتلې څېره ده. د پاپ موسیقي، فېشن او د فلمی هنر له ډگر څخه د جمات ممبر ته له رسېدو وروسته ځینې پاکستانیان هغه ته ډسکو ملا هم وايي.

پرون د پاکستان د کراچۍ ښار په یوې محکمې کې د ښاغلي جمشېد خلاف سني تحریک نومي یوې ډلې شکایت درج کړی دی چې هغه دې پیغمبر ته د سپکاوي په تور محکمې ته وغوښتل شي. د نوموړي برخلیک لا تر اوسه مالوم نه دی.

XS
SM
MD
LG