د لاس رسي وړ اتصالات

د افریدي ورور: د ورور دپاره به د استناف غوښتنکی سم


د هغه پاکستاني ډاکټر ورور چې د امریکا سره د اسامه بن لادن د نیولو او وژلو د مرستې په تور محاکمه شوی دی وايي چې ورور یې بې ګناه دی او باید ورته یوه نوې محکمه دایره شي.

تیره اونۍ د قبایلي علاقې یوې محکمې شکیل افریدی د خیانت په تور په ۳۳ کلونو بند محکوم کړ. پر افریدي باندي د جعلي واکسین د کمپاین کولو تور و چې د القاعدې د مشر د ډي ان ای یا اصل و نصب د معلومو دپاره یې په لاره اچولی وو. هغه پروسږ کال په ایبیټ آباد کې پیدا او د امریکايي ځانګړو ځواکونو له خوا ووژل شو.

د افریدي ورور جمیل نن د دوشنبې په ورځ په پېښور کې خبریالانو ته وویل چې د ورور محاکمه یې عادلانه محاکمه نه وه او دوي به د استناف غوښتونکي شي.

د امریکا متحده ایالاتو د شکیل افریدي محاکمه غیر عادلانه ګڼلې ده او د هغه د آزادېدو غوښتنه یې کړېده. پاکستان د امریکا نیوکه رد کړې او ویلي یې دي چې امریکا دي د پاکستان د عدلي سیستم احترام وکړي.

د افریدي ورور وروسته د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې هغه د خپل ورور په هکله اندېښمن دی او باید په زندان کې خوندي وساتل شي. جمیل افریدي دغه راز وویل چې هغه ته باید موقع ورکړل شي چې د خپل ورور سره وګوري.

XS
SM
MD
LG