د لاس رسي وړ اتصالات

د بې پیلوټه الوتکو پرضد په قبایلي سیمو کې مظاهره وشوه


د بې پیلوټه الوتکو پرضد په قبایلي سیمو کې مظاهره وشوه

د بې پیلوټه الوتکو پرضد په قبایلي سیمو کې مظاهره وشوه

په شمالي وزېرستان کې نن د زرو نه زېاتو ولسي خلکو د پاکستان په قباېلي سېمو باندې دامرېکا دبې پېلوټه الوتکو د حملو پرخلاف مظاهره وکړه.

خلک ددغو هواېې حملو ډېر کلک مخالفت کوي او دپاکستان دحکومت غندنه کوي، خو امرېکاېې ماموران په دې باور دي چې په دغو قبېاېلي سېمو کې چې دافغانستان دسرحدونو په اوږدو کې پرتې دي، دطالبانو او القاعدې زېات جنگېالی پټ شوي دي.

دپاکستان سېمه اېز ماموران واېې چې پروسږکال دامرېکا بی پېلوټه الوتکو په قباېلي سېمو باندی ١٠٠ توغوندي وار کړی وو.

امرېکاېې چارواکي په دغو حملو باندې په ښکاره ډول اعتراف نه کوي.

له بلي خوا نن طالبانو د پاکستان د بلوچستان د مستنگ په ضلع کې په هغو لارېو او ټانکرونو باندې حمله وکړه او وېې سوځول چې په افغانستان کی ېې دناټو او امرېکا دعسکرو لپاره تېل بار کړي وو.

په افغانستان کې دامرېکا ترمشرئ لاندې دناټو دپوځي عملېاتو د شنډولو په خاطر طالبانو دلارو په اوږدو کې اکثرا برېدونه کوي او اوس دپاکستان دخرابې امنېتی وضعې له امله دناټو قواوې دخپلو اکمالاتو لپاره دمرکزي اسېا دلارې نه استفاده کوي.

XS
SM
MD
LG