د لاس رسي وړ اتصالات

په شمالي وزیرستان کې بیا بې پیلوټه الوتکې برید کړی


په شمالي وزیرستان کې بیا بې پیلوټه الوتکې برید کړی
په شمالي وزیرستان کې بیا بې پیلوټه الوتکې برید کړی

پاکستاني مامورانو ووېل چې د امرېکا ېوې بې پېلوټه ډرون الوتکې نن دافغانستان د پولې سره څېرمه په شمالي وزېر ستان کې د طالبانو په گومان په څو کسانو باندې برېد وکړ او څلور تنه ېې ووژل.

د پاکستان د استخباراتو مامورانو ووېل چې الوتکې څو توغندي وارکړل .په روانه اونۍ کې دا دوهم ځل دې چې بې پېلوټه امرېکاېې الوتکې په دغه قباېلي سېمه باندې بریدکوي. دسې شنبې په ورځ ناوخته د شمالي وزېرستان د مېرام شاه په سرحدي ښارگوټي باندې یې برېد وکړ او څلور کسان ېې ووژل. امرېکاېې مامورانو دغه حملې تاېېد کړې.

وېل کېږي د هغه وخت راهسي چې دناټو هلېکوپټرو د مومندو په قباېلي سېمه کې د پاکستان د پوځ 24 تنه عسکر ووژل، دا لومړې ځل دی چې په قبایلي سېموکې د طالبانو پرخلاف د بې پېلوټه امرېکاېي الوتکو په وسیله حملې کېږي.

ددغو حملو له امله د پاکستان او امرېکا اړېکې خرابې شوي دي اود پاکستان حکومت د اعتراض په ډول په افغانستان کې د ناټو د اکمالاتي کاروانو لاره تړلې ده.

د امرېکې دلاس انجلیس ټاېمز ورځپاڼې په د ې اوونۍ کې د څو نامعلومو امرېکايې چارواکو له قوله رېپوټ ورکړې ؤ چې CIA د پاکستان سره دامریکا د اړېکو دښه کولو په خاطر دبې پېلوټه الوتکو برېرونه ځنډولي ، خو امرېکاېې مامورانو د دغې ادعا د منلو نه ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG