د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې بې پيلوټه الوتکې ۱۰ یاغیان وژلي


په پاکستان کې امنیتي مامورین وايي چې ددغه هېواد په شمال لویدیځ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه ۱۰یاغیان وژل شوي دي. چارواکي وايي چې پرون د یکشنبې په ورځ د افغانستان سره سرحد ته څیرمه پر یوه کلي باندي څلور توغندي وغورځول شول. مسولین وايي چې په برید کې د یوه یاغي قوماندان کور په نښه شوی دی.

دغه راز پرون د شنبې په ورځ هم په ورته سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه دوه یاغیان ووژل شول.

د هغه وخت راهیسي چې د امریکا په بمبارۍ کې د پاکستان د پوځ ۲۴ عسکر ووژل شول، د بې پیلوټه الوتکې بریدونه د امریکا او پاکستان ترمنځ یوه جنجال راپارونکې مسله ده.

پاکستان د برید په خاطر د امریکا نه وغوښتل چې بخښنه دي وغواړي خو واشنګټن د ۲۴ پاکستاني عسکرو د وژل کېدو په خاطر د بخښنې نه ډډه وکړه.

پاکستان وايي چې په هېواد کې یې د بې پیلوټه الوتکې بریدونه ګټه کمه تاوان زیات کوي او دا چي دغه بریدونه ددغه هېواد حاکمیت ترسوال لاندي راولي تږ د امریکا ضد ذهنیتونو ته لمن وي.

XS
SM
MD
LG