د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې بې پیلوټه الوتکې په درو ورځو کې دریم برید کړی


پاکستاني چارواکي وايي چې ددغه هیواد په شمال لویدیځ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ۱۵ کسه وژل شوي دي. امنیتي مامورین وايي چې برید د افغانستان سرحد ته څیرمه د شمالي وزیرستان پر یوه کلي شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ قبایلي سیمې د القاعدې او طالبانو د فعالیتونو په یوه مرکز بدلې شوي دي.

د نن ورځې برید دریم برید دی چې په تیرو درو ورځو کې کېږی او ۷ برید دی چې په تیرو دوو اونیو کې کېږي. دغه بریدونه په داسي حال کې کېږي چې پاکستان یې مخالفت کوي او غواړي چې ودریږي.

د پرون ورځې په برید کې هم چې د جنوبي وزیرستان په یوه کلي کې وشوه لږ تر لږه ۱۰ یاغیان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG