د لاس رسي وړ اتصالات

بې پیلوټه الوتکې په شمالي وزیرستان کې وسله وال ووژل


تراوسه د وژل شویو وسله والو هویت معلوم شوی نه دی.

تراوسه د وژل شویو وسله والو هویت معلوم شوی نه دی.

د امریکا یوې مشکوکې بې پېلوټه الوتکې د پاکستان په شمالي وزیرستان کې چې، یو مهال د اورپکو تر کنترول لاندې و، برید کړی او چارواکي وايي لږ تر لږه اووه مشکوک ترهګر یې وژلي دي.

سیمه اییزو مطبوعاتو د پاکستاني چارواکو له خولې ویلي چې، برید د شوال په لېري پروت غرني کلي کې شوی دی او وايي چې وژل شوي اورپکي له افغان طالبانو سره اړیکې درلودې.

خو، یو پاکستاني چارواکي وویل چې برید په بلې غاړې، د افغانستان په پولې کې شوی دی، خو له دغه ځای نه د دا ډول راپورونو تصدیقول ستونزمن دي.

د پاکستان پوځ په شمالي وزستان کې د ۲۰۱۴ کال د جون په میاشت کې د وسله والو پر ضد پراخ عملیات وکړل.

هغه مهال پاکستاني پوځ وویل چې سلګونه وسله وال یې ووژل، ژوبل کړل، ویې نیول او یا یې له سیمې څخه وشړل.

چارواکي ټېنګار کوي چې شمالي وزیرستان یې له ترهګرو پاک کړی دی، خو وايي چې د شوال غرنی کلی په هغو سیمو کې راځي چې امنیتي ځواکونه په کې یوازې د هوا له لارې پر اورپکو برید کولی شي.

شمالي وزستان، د پاکستان هغه نیمه خپلواکه سیمه بلل کیږي چې له افغانستان سره ګډه پوله لري او څو کاله وړاندې د القاعدې او نورو ترهګرو تر واک لاندې وه.

اخوا، د شنبې په ورځ نا معلومه وسله والو د پاکستان د بلوچستان ایالت د کوټې په ښار کې په یو برید کې څلور پولیس ووژل شول.

تراوسه چا د دغه برید مسولیت نه دی منلی، خو لومړي وزیر نواز شریف دغه برید په سختو ټکو وغنده.

په شمالي وزیرستان تر دغه بردی مخکې، د امریکا یوې بې پیلوټه الوتکې د جمعې به ورځ د افغانستان د خوست په ولایت کې د طالبانو پر یوې غونډې بمباري وکړه او لږ تر لږه ۳۴ وسله وال یې ووژل.

خوست هم، له پاکستان سره سرحد لري.

XS
SM
MD
LG