د لاس رسي وړ اتصالات

په شمالي وزیرستان باندي د بې پیلوټه الوتکې برید شوی


د پاکستان د استخباراتو مامورین وایی گومان کوي چې په شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې دوه کسه وژل شوي وي.

دغه مامورین وایي ، په دې حمله کې د افغانستان سره سرحد ته نژدې د شمالي وزیرستان د قبایلي علاقې د میرعلي کلي ته نژدی یو موټر لگیدلی دی.

دا لا نده معلومه چې دغه وژل شوي سړي څوک دي.

شمالی وزیرستان د یاغي ډلو او د حقاني د ډلې مرکز دی چې د القاعدې سره تړاو لري.

د یادونې وړ ده چې د مې د میاشتې راهیسې په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکې حملې زیاتې شویدی.

د بې پیلوټه الوتکې حملې په پاکستان کی یوه جنجالي مسله ده، زیاتره پاکستانیان یې په خپلې خاورې تیری گڼي او وایي چې زیاتره وخت په دې حملو کې ملکي خلک وژل کیږي.

خو امریکایی مامورین بیا وایی چې دا حملې د جگړه مارانو سره چې امریکا ته گواښ دي ، د جنگ دپاره ضروري دي.

XS
SM
MD
LG