د لاس رسي وړ اتصالات

د ډرون الوتکو په اړه د پاکستان د نوي حکومت دریځ


پاکستان د امریکا استاځی د بې پېلوټه الوتکو دبرید له امله غوښتی دی. څوورځې کېږي چې د پاکستان نوي حکومت خپلې چارې سنبالې کړیدي او په دې لړ کې یې د شنبی په ورځ د امریکا یو جګپوړی استاځی وروغوښتی چې د بې پیلوټه الوتکو پربرید اعتراض وکړي.

دغه برید نن دشنبې په ورځ شویدی. دنواز شریف د حکومت دغه اقدام هغه توقعات زیات کړل چې د پاکستان خلک یې د نواز شریف له حکومت نه لري. نوموړي لږ تر لږه په ښکاره د بې پېلوټه الوتکو خلاف تر پخواني حکومت سخت درېځ غوره کړېدی.

دبې پېلوټه الوتکو برید د جمعې په شپه ناوخته په داسې حال کې وشو چې د نوازشریف دحکومت د پیل یواځي دوې ورځې کېږي. تمه ده چې د پاکستان نوی حکومت له ډیرقوت اوصلاحیت سره چارې پرمخ بوزي.

نواز شریف غواړی چې له طآلبانو سره د پاکستان د سولې خبرې پرمخ بوزي او په دې ټینګار کوي چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه چې د پاکستان دخاورې تمامیت باندې یې تیری بولي بند شي.

د پاکستان حکومت دغه بریدونه بې ګټې بولي، ځکه چې دامریکا ضد احساسات یې دپاکستان په 180 ملیونه خلکو کې راپارولي دي.
XS
SM
MD
LG