د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان بې پیلوټه الوتکه جوړه کړې


د براق په نامه پاکستانۍ بې پیلوټه الوتکه

د براق په نامه پاکستانۍ بې پیلوټه الوتکه

د پاکستان پوځ وايي چې ددې هېواد له خوا یوې نوې جوړې شوې بې پیلوټه الوتکې خپل لومړی برید ترسره کړی او درې تنه لوړ پوړي یاغیان یې وژلي دي. پېښه د افغانستان سره سرحد ته نږدې شوې ده.

د پاکستان د پوځ نطاق تورن جنرال اسیم بجوا په یوې بیانیې کې ویلي دي چې ددې بې پیلوټه الوتکې نوم براق دی او نن د ددوشنبې په ورځ یې د شمالي وزیرستان په شوال درې کې د ترهګرو پر یوه مرکز برید کړی دی. د وژل شویو کسانو د هویت په هکله څه نه دي ویل شوي چې آیا ملکیان هم په کښي شامل وو او که نه. سیمې ته خبریالان او د مرستندویه سازمانونو کارکونکي نشي ورتلای چې دغه راز خبرونه په مستقله توګه تایید کړي.

د شمالي وزیرستان په ځینو سیمو کې اوس هم د پاکستاني او افغان طالبانو غړي پټ دي.

په سیمه کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې تقریبا د یوې لسیزې راهیسې هوايي بریدونه کوي چې دغه ګواښونه خنثی کړي. په دې بریدونو کې د القاعدې او حقاني د شبکې په سلګونو غړي وژل شوي دي.

خو پاکستان په دوامداره توګه ددغو بریدونو مخالفت کوي او وايي چې دا کار د پاکستان د ارزي تمامیت او خپلواکۍ په مغایرت کې ترسره کېږي. دغه راز د اسلام آباد چارواکي دا هم وايي چې په دې بریدونو کې د ملکیانو وژل کېدل ددې سبب کېږي چې خلګ د ترهګرو پرضد د روانو هلو ځلو ملاتړ ونکړي.

XS
SM
MD
LG