د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني چارواکي وایي چې دهغه هېواد په جنوب لوېدېځ کې د ېوې پېاوړې زلزلې له امله د وژل شوېو کسانو شمېر اوس کم ترکمه 327 ته رسېدلی دی.

په سېمې کې ېو پاکستاني چارواکي جام محمد نن دچهارشنبی په ورځ ووېل چې ٣٠٠ کسان زخمي شوي دي او د نجات او ژغورنې عمله لگېا ده زېار باسي چې زخمېان روغتونونو ته ورسوي خو په ډېره پراخه پېمانه د تباهۍ له امله ېې کارونه د ستونزو سره مخ دي.

جام محمد وایي " د اېران د سرحد سره نژدې په زلزلزله ځبلې سېمه کی خلک خواړو، پاکو آوبو، خېمو او دوا گانو ته سخته آړتېا لري."
دپاکستان پوځ د هوا له لارې سېمې ته مرستندویه مواد رسوي او دنجات او ژغورنې په کار کی هم مرسته کوي.

د امریکا دجېلوجېکي څېړونو مرکز واېې چې د زلزلې قوت د رېختر په تله 7.7 درجې و او کله چې زلزله وشوه نو د سمندر تل ېې راپورته کړ او ېو وړوکې ټاپو ېې جوړ کړ.

پاکستاني مطبوعاتو او تلوېزوني شبکو د زلزلې ځبلې سېمې تصوېرونه خپاره کړيدي او لېدل کېږي چې د زلزلې له امله د ېوې جنوبی ساحلې برخې نه لېرې سمندري تېږې راپورته شوې دي.
دآمرېکا دجېلوجېکی څېړنومرکز ووېل چې د زلزلې مرکز د افغانستان او اېران د پولو سره نژدی پرتې د دلبندېن نه ٢٣٠ کېلومټره لېرې واقع و، مگر ټکانونه ېې په نوي ډهلي کی هم محسوس شول.
په پاکستان کی په ١٣٨۴ هجری شمسي کال ېوې بلې تباه کوونکې زلزلې٧٣٠٠٠ کسان وژلي وو.
XS
SM
MD
LG