د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د انتخاباتو پر مهال تشدد زیات شوی


Archive
Archive
د پاکستان چارواکي وایې چې د افغانستان سره سرحد ته نژدې د هېواد په شمال لویدیځې قبایلي سیمې کې د طالبانو د یوې طرفدارې ډلې د انتخاباتي مبارزې په یوې غونډې کې د بم د چاودنې له امله لږ تر لږه پنځلس کسه وژل شوي او پنځه څلویښت کسه نور ټپیان شویدي.

مقاماتو نن وویل چې بم د جمیعت العلمای اسلام د ګوند د غونډې سره نژدی چول شویدی. جمیعت العلمای اسلام مذهبي ګوند دی په کرمه کې په موجوده حکومتي ایتلاف کې چې وخت یې مخ په ختمیدو دی، شامل دی.

جمیعت علمای اسلام د افغان طالبانو چی د امریکا او د هغې د ملگرو په ضد جگړه کوي، طرفدار گڼل کیږي. دغه ګوند همدا شان د پاکستاني طالبانو سره هم خواخوږي لري.

طالبانو په دی تازه اونۍ کې په هغو ګووندونو باندي خپلو حملو ته زور ورکړیدی چې د دین او دولت چارې بېلې گڼي. د مۍ د میاشتې په یوولسمه په پاکستان کې انتخابات کیږي. په کرمه کې معمولا د پاکستان د سنیانو او شیعه گانو ترمنځ فرقه ايي نښتې کیږي.


له بل پلوه په بلوچستان کې هم افراْطي ډلو دانتخاباتو سره تړاو لرونکو مجالسو اوغونډو باندې له څو ورځو راهیسې برېدونه پیل کړي دي. دهمدغه تشدد له امله دانتخاباتو موسم په دې سیمه کې په ډیر زور او شور کې ندی روان.

د پاکستان چارواکو تقرېبا 70 زره امنیتی قواووې په دغه صوبه کې اچولي دي چې دمۍ د 11- مې نېټې درایو اچوونکو امنیت خوندي وي.

دبلوچستان صوبې د کورنیو چارو وزیر اکبر حسین دراني د امنیت د چارو څارنه کوي. ښاغلی دراني وايی:" موږ د رایو ټولو حوزو ته او هغو خلکو ته چې هلته د رایو لپاره ورځي امنیت برابروو. صوبايي حکومت دا اراده کړید ه چې ازاد ، عادلانه اوپه انصاف برابر او شفاف انتخابات وکړي."

بلوچستان د پاکستان ډېره غټه صوبه ده خو نفوس یې له نورو صوبو نه ډېر کم دی. دنوروڅلورو صوبو په پرتله دطبیعي ذخایرو له پلوه ډېره غني اوبډایه صوبه ده خو په اقتصادي لحاظ د نړېوال بانک درپوټ له مخې تر ټولو بد اقتصادي رشد لري.
XS
SM
MD
LG