د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په ټاکنو کې به یو ګوند هم اکثریت یونسي


په پاکستان کې خلګ د رایوو مرکزونو ته روان دي او ددغه هېواد د نوي مشرتابه د ټاکلو دپاره رایې اچوي. دا د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو ملکي حکومت خپله پنځه کلنه دوره بشپړوي او بل ملکي حکومت ته د رایوو له لارې واک سپاري. خو د پاکستان په انتخاباتو کې تراوسه پوري د ۱۰۰ نه زیات خلګ وژل شوي هم دي ځکه ددغه هیواد افراطیان یې مخالفه دي او وايي چې دغه انتخابات غیر اسلامي دي.

د عامه اذهانو له مخې یو ګوند به هم ونشي کړای چې کافي رایې ترلاسه کړي چې مستقل حکومت تشکیل کړي او خبره به ایتلافي حکومت ته پاتې شي. تراوسه پوري د پخواني لومړي وزیر نواز شریف او د کرکیټ د نامتو لوبغاړي عمران خان ګوندونه مخکښه دي خو دا به وخت ووايي چې راتلونکی حکومت به ایتلافي وي او که به په کښي یو ګوند کافي څوکۍ وګټي چې مستقل حکومت تشکیل کړي.

د پاکستان د شنبې د ورځې ټولټاکنې د څو ورځو تاوتریخوالي وروسته دایرې شوې. طالبانو څو حملې وکړې چې د ټولټاکنو بهیر ګډوډ کړي خو پاکستانیان بیا هم وايي چې انتخابات یې ډير مهم دي او باید ګډون په کښي وکړي.

نورلعین د پوهنتون محصله او د اسلام آباد اوسېدونکې ده.،،زما په باور دا لومړی ځل دی چې مونږ هیله او امید پیدا کړی دی. مونږ معجزه غواړو او هیلو لرو چې هرڅه کېږي زمونږ په ښه دي تمام سي. ځکه د هغه وخت راهیسي چې زه پیدا شوې یم ما د خپل هیواد په هکله بدې خبرې اوریدلي دي. ځپل، اقتصادي رکوت او داسي نور مسایل د اندېښنې وړ دي نو زه فکر کوم چې مونږ یوې معجزې ته اړتیا لرو چې مونږ ته نوي هیلې راکړي. مونږ به د بدلون لپاره رایې ورکړو او د یوه نوي پاکستان دپاره به رایې ورکړو.،،

د پاکستانیانو دپاره د رایوو مرکزونو ته تګ د خطر کم کار نه دی خو د کراچي اوسیدونکی عثمان احمد بیا هم غواړي چې رایه ورکړي. ،،سره له دې چې ډیر خطرونه موجود دي خو زه به د رایو مرکز ته ځم او خپله رایې به کاروم. زه به د پاکستان د ښېګڼې او راتلونکو نسلونو دپاره رایه ورکړم.،،


د کراچي بل اوسیدونکی ممتاز خان هم وايي هيڅ ډول خطر به یې د رای اچونې څخه راونګرځوي. ،،زه به خپل رایه په هرصورت کې وکاروم که چاودنې وي یا کوم بل څه. رای اچول زمونږ حق دی او زه به رای ورکړم ترڅو د پاکستان ستونزې حل شي.،،

د ځینو پاکستانیانو په آند په ټولټاکنو کې کافي خلګو برخه اخیستې وه. طارق مجید د پوځ یو افسر دی. ،،زه فکر کوم چې نن زیات شمیر خلګ د رایوو صندوقونو ته راغلي وو ځکه خلګ پوهېږي چې دغه ټولټاکنې به زمونږ راتلونکې بدله کړي او زمونږ مستقبل به وټاکي. هر څوک چې هر کاندید ته رایه ورکوي ور دې کړي. دا یې حق دی خو ټول هیواد باید د رایوو مرکزونو ته ولاړ شي او رایې ورکړي.،،

سره له دې چې د روانې اونۍ په پیل کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د یوه لیفټ نه د رالوېدو له امله ټپي شو هغه اوس هم د پاکستان دواړه مطرح ګوندونه چې د پاکستان په سیاست کې یې تل حضور درلودی په ننیو انتخاباتو کې ګواښي. هغه د روغتون څخه پر خلګو باندي غږ وکړ چې په انتخاباتو کې دي برخه واخلي او رایې دي ورکړي.

داسي ښکاري چې د ځوانانو په مینځ کې هم هغه ځیني پلویان لري. احمد خالد یو محصل دی هغه داسي وايي: ،،زه د عمران خان نوی حکومت غواړم. ځکه که چیري مونږ د ټولو سیاسي ګوندونو سابقه وګورو نو عمران خان د ټولو نه غوره کس دی. هغه چې په خپل شخصي ژوند کې هر ډول دی ما ته مهمه نه ده خو په مسلکي ژوند کې د نورو سیاستمدارانو په پرتله ډیر ښه دی.،،

خو لا معلومه نه ده چې څوک به انتخابات وګټي او آیا د درو مطرح ګوندونو ترمنځ به یو یې هم په پارلمان کې ۲۷۲ څوکۍ وګټي چې حکومت تشکیل کړي او که به ایتلافي حکومت رامنځ ته شي. څیړونکي وايي چې پخوانی لومړی وزیر نواز شریف به ښايي د پاکستان په تاریخي ټولټاکنو کې بریالی شي. د شنبې د ورځې انتخابات په داسې حال کې کېږي چې په کراچي کې د دوو بمي چاودنو په لړ کې لږ تر لږه ۱۰ کسه ووژل شول.
XS
SM
MD
LG