د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پخواني صدراعظم نواز شریف په پارلماني انتخاباتو کي چي د شنبې په ورځ وشول د خپل محافظه کاره پاکستان مسلم لیگ د گوند د کامیابۍ اعلان وکړ.

رایي تر اوسه لاهم شمیرل کیږي. که رسمي نتیجې د هغه دا ادعا ثابته کړي نو هغه به د پاکستان د صدراعظم په توگه چي د ١٩٩٠ په لسیزه کي یې دوه ځله دا دنده ترسره کړې وه، بیا را منځ ته شي. مگر ویل کیږي چي یو گوند به لاهم په پارلمان کي اکثریت چوکۍ ونه گټي او ددې معنی داده چي ښاغلی شریف به یو ائتلافي حکومت جوړ کړي.

ښاغلي شریف د پاکستان د ټولو گوندونو نه غوښتي دي چي دده سره یوځاي شي او هیواد د هغو ستونزو نه وژغوري چي انفلاسیون، بیکاري، د بریښنا کمبود او قطع کیدل او د طالبانو بغاوتونه په کي شامل دي.

د ښاغلي شریف لوی سیال د کریکیټ د لوبي قهرمان عمران خان په پارلمان کي چوکۍ گټلې ده، په داسي حال کي چي صدراعظم راجا پرویز اشرف چي د کار دوره یې ختمه شوې، خپله چوکۍ بایللې ده.

د انتخاباتو چارواکي وایي چي په دې انتخاباتو کي ډیرو زیاتو خلکو برخه اخیستې وه. په ځینو سیمو کي د رایگیري سټیشنونه د یوه نه تر دروساعتو پوري تر خپل وخت زیات پرانیستي وو چي خلک وکړاي شي خپلي رایي ورکړي.

په دې انتخاباتو کي په تشدد او حملو کي ١٧ کسه وژل شوي دي. په کراچي کي د موټر بمونو په دوو چاودنو کي چي د عوامي نیشنل پارټۍ د گوند د مبارزاتي دفتر مخي ته وشوې لس کسه ووژل شول.
XS
SM
MD
LG