د افغانستان د مختلفو سيمو نه افغان حکومت له خوا تل د مخالفينو د وژل کيدو رپوټونه خپريږي .
د حکومت له لوری په نظامي عملياتو کې د وژل شويو کسانو هويت او کره شميره څنگه تثبيتيدلائ شي او خلک پرې څنگه باوروکړي ؟ د دفاع وزارت وياند مرستيال محمد رادمنش اشنا راډيو ته وويل:
په سيمه کې د کشفي ، استخباراتي کسانواو استخباراتي تکنالوژۍ په مرسته دفاع وزارت ته معلوميږي چې څومره کسان وژل شوي.
رادمنش زياته کړه د سيمې ځايی خلک هم پدې برخه کې له دوئ سره مرسته کوي همدارنگه د مخالفينو د هويت د تثبيت په برخه کې ځينې وخت نيول شوی مخالفين دوئ ته معلومات ورکوي چې له کوم ځايه راغلي او چيرته جنگيږي.
له جگړو وروسته د وژل شويو کسانو د شميرو د تثبيت او هويت معلوملو د څرگوالي په هکله نوشابې اشنا د دفاع وزارت د وياندمرستيال محمد رادمنش سره مرکه کړې چې دلته يی اوريدلائ شئ :