د لاس رسي وړ اتصالات

یوې چاودنې پاړه چنار کې ۲۲ تنه ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل


چارواکي وایي په چاودنې کې لسګونه نور کسان ژوبل شوي دي
چارواکي وایي په چاودنې کې لسګونه نور کسان ژوبل شوي دي

د پاکستان په قبایلي سیمې پاړه چنار کې یوې چاودنې شاوخوا ۲۱ تنه ووژل.

په کرمه ایجنسۍ کې د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي ساجد طوري امریکا غږ ډيوي څانګې ته وویل چې په برید کې شاوخوا ۱۰۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

نوموړي وویل چې ۳۰ زخمیان یې چې حالت خراب و، په هیلکوپټر کې پېښور ته د درملنې لپاره استولي دي.

د برید مسولیت د جماعت الاحرار په نامه د پاکستاني طالبانو یوې ډلې اخیستی دی. چاودنه د یو مارکيټ مخې ته چې خلک په کې زیات دي، شوې ده.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف دا برید غندلی دی او یو وارې بیا یې ټېنګار کړی دی چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته به ژمن پاتې شي.

تر دغه برید شاوخوا دوه میاشتې مخکې په جنورۍ کې هم په پاړه چنار کې یوې بلې چاودنې شاوخوا ۲۳ تنه ووژل شول او ۵۰ نور یې ژوبل شول. د دغه برید مسولیت هم پاکستاني طالبانو منلی و.

په پاړه چنار کې دا برید داسې مهال کیږي چې دغه هېواد وار د مخه له افغانستان سره پر سرحد د کټار لګول پیل کړي دي، پاکستان وايي د دغه کار هدف د ترهګرو مخنیوی دی. پاکستان دا تور هم لګوي چې ځیني بریدګر په افغانستان کې پټ دي.

افغان حکومت په وار وار پاکستان تورن کړی چې په خپلې خاورې کې افغان طالبانو ته ځای ورکړی دی او د هغوی مرسته کوي، خو اسلام اباد دا تورونه نه مني. کابل وايي باید د ترهګرو په منځ کې ښه او بد ونه ټاکل شي او د ټولو پر ضد یو ډول مبارزه وشي.

XS
SM
MD
LG