د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ټولو شناختي کارتونو د تصدیق امر کړی


د طالبانو پخواني مشر ملا اختر منصور د ولي محمد په نامه جعلي پاکستانی پاسپورت او شناختي کارت درلود.
د طالبانو پخواني مشر ملا اختر منصور د ولي محمد په نامه جعلي پاکستانی پاسپورت او شناختي کارت درلود.

د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان اړوندو ادارو ته امر کړی چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې دې ټول کمپیوټري شناختي کارتونه تصدیق کړي. پاکستان دا کار وروسته له هغه کوي چې د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور سره پاکستانی پاسپورت او شناختي کارت پیدا شول.

ملا منصور د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د کورنیو چارو وزیر نثار علي خان په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې " ملا منصور د ولي محمد په نامه جعلي پاکستانی پاسپورټ او شناختي کارت اخیستي و". ښاغلي خان زیاته کړه چې دغه کار نړۍ ته دا تصور ورکړی چې "په پاکستان کې هر څوک کولی شي چې شناختې کارت واخلي."

نثار علي خان وویل چې یوازې ولې محمد نه بلکې د تیرو لسو یا دولسو کالونو راپدیخوا ځینو مهمو کسانو د پاکستان جعلي اسناد اخیستي دي. ښاغلي خان ټولو هغو کسانو ته چې جعلي پاسپورټ یا شناختې کارت لري، دوه میاشتې وخت ورکړی چې حکومت ته دې پخپله خوښه وسپاري او که داسې یې ونکړل او ګیر شول، اوه کاله به بندي شي.

XS
SM
MD
LG