د لاس رسي وړ اتصالات

د خیبر ایجنسۍ لس ګونه زره خلک د جګړې له ویرې بې کوره شویدي


د پاکستان د شمال لویدیځو قبایلي سیمو نه زیات شمیر کورنۍ لګیا دي خپل کور کلي پریږدي او د ملک نورو سیمو ته کډه کیږي. هغوي ویره لري چې د پوځ لخوا د طالبانو د ایستلو په عملیاتو کې به دوي ته زیان ورسیږي.

په لس ګونه زره میرمنو او ماشومانو د افغانستان پولې سره نږدې خپل کورنه پریښي دي او د پیښور د جلیزو کمپ ته کډه شویدي . دغه کمپ د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې یا (UNHCR) لخوا اداره کیږي.

د (UNHCR) یوه ویاند ټیم اروین ویلي دي چې دغه کمپ ته د خلکو راتګ بیخي زیات شویدی او وایي فکر کوم چې خیریه مؤسسو او د سیمې خلک د هغوي په راتګ بیخي حیران شویدي.

ښاغلي ټیم همدارنګه ویلي دي چې د جلوز کمپ ته کډه شوي خلک وایي پوځي چارواکو هغوي ته د مخکې نه خبر ورکړی ؤ چې د سیمې نه دې واوځي.

دی وایی چې د روان میلادي کال د پیل نه تر اوسه پورې د یوسل او لس زرو نه زیات خلک د جلوزو کمپ ته کډه شویدي چې زیات شمیر یې د خیبر ایجنسۍ اوسیدونکي دي او زیاتوي چې چې د همدغو خلکو نیمایي یې په تیرو دوه اونیو کې د جلوزو کمپ ته کډه شویدي.

د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې د جلوزو کمپ ته هره ورځ 2 زره کورنۍ ور کډه کیږي چې په پاکستان پخوا په دومره اندازه زیات خلک بې کوره شوي ندي.

د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وایي چې د پاکستان د حکومت او نورو ادارو سره په ګډه کار کوي چې دغو بېځایه شویو خلکو ته د خوراکي مواد او نور ضروري شیان برابر کړي. دغه اداره وایي چې په کمپ کې د نورو خلکو د ځای پر ځآی کیدو لپاره هم ځای شته دی.

بل پلو پاکستاني چارواکي ویلي دي چې د جمعې په ورځ د اورکزیو د ایجنسۍ د خدرزیو بالارس په سیمو کې د پاکستان د پوځ د تصفیوي عملیاتو له وجې سختې جګړې شویدي چې د حکومت وسله والو مخالفینو ته پکې ډیره مرګ ژوبله اوښتې دي.

چارواکي وایي چې پدې جګړو کې 35 جنګیالي او یو تن د پاکستان د امنیتي قواو غړی وژل شویدي.

XS
SM
MD
LG