د لاس رسي وړ اتصالات

د کراچي د فابریکې د اور لګېدو له امله د فابریکې خاوندان د قتل په تور نیول شوي


د فابریکې په درو څښتنانو باندې د اور د لگېدو په ارتباط چې په پاکستان کې ترټولو بد اورلگیدنه وه، د قتل تور لگیدلی دی . دغه درې واړه په ضمامنت خوشي شویدي.

د سې شنبی په ورځ په کراچي کې د نساجی په فابریکه کې اور لگیدلی و چې لږترلږه (٢٦۴ )تنه پکښی وژل شوی وو. د اور له امله ډیر کارگر په ودانۍ کې بند پاتي شوی وو.

پولیس وايي چې دغه ودانۍ په غیر قانونی توگه جوړه شوې او د وتلو یوازی یوه لاره يي لرله چې د ژغورنې وسایل پکښی نه و یا داسي وسایل پکښی نه وو ایښودل شوي چې د اور د لگیدو نه د مخه اور مړکړي.

د فابریکې د خاوندانو مدافع وکیل نن د جمعې په ورځ وویل چې دغه درواړه کسان په ضمانت خوشي شوي دي او پولیسو ته هدایت ورکړل شوی چې دغه کسان به تراتو ورځو پوري بندیان نشي. مدافع امیر منسوب قریش وویل چې قاضي دوی ته امروکړچې خپل پاسپورټونه بیرته په مقاماتو وسپاري .

پولیسو د چهارشنبی په ورځ د فابریکې په څښتنانو باندې د قتل تور ولگاوه او وايي چې د دوی غفلت تقریبآ د دروسوو کارگرو په وژلو کې رول درلودی.

د سند د صوبې د تجارت او صنایعو وزیر نن د جمعی په ورځ استعفی ورکړه . رووف صدیقی د سند والی ته وویل چې دی ددغه اور دلگیدو په باره کې عادلانه او شفاف تحقیقات غواړی او دارنگه تحقیقات یوازی هغه وخت کیدای شی چې دی ددغه وزارت په سر کې نه وی.
XS
SM
MD
LG