د لاس رسي وړ اتصالات

په صوبه سرحد کې ۴۰ یاغیان وژل شوي


پاکستاني چارواکي وایي چی پرون د پنجشنبې په ورځ یې په سرحدي قبایلي سیمه کي په هوایي او ځمکنیو حملو کي ۴٠ یاغیان وژلي او ١٢ تنه یې زخمی کړي دي.

مامورینو وویل چی دا حملې یې د اورکزو په قبایلي سیمه کي کړي دي او په هغو کي یې د یاغیانو د پټیدو درې ځایونه هم تباه کړي دي.

د یوه بل خبر د مخې چارواکي وايي چې د بلوچستان په ایالت کې چې ددغه ملک په جنوب لویدیځ کې پروت دی، د سختو سیلاونو له کبله لږ تر لږه دریرش کسان وژل شوي دي او په زرګونه کورونه په کې ړنګ شویدي.

سیلاو ځپلې سیمې ته پوځي هیلوکوپترې او مرستندویه ډلې ورغلې دي چې خلګ وژغوري او په هغوي باندې د مرستو مواد وویشي.

چارواکي وايي چې تر دې دمه د سیلاونو د پوره زیان په اړه معلومات نلري ځکه چې هغوي نشي کولی چې ویجاړو شویو سیمو ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG