د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سیلابونو ١٥ ملیونه خلک تاواني کړي


د ملگرو ملتونو چارواکی وايي چې دهغو خلکو شمېر چې د پاکستان سختو سېلاوونو ځپلي دي، ددری تازه طبیعي افتونو له شمیر نه زیاتیدلی شي.

دملگرو ملتونو، د بشری همکارېو ددفتر نطآق ماورېزېوجېولېانو ددوشنبی په ورځ ووېل که د پاکستان د حکومت محآسبه سمه وي ددغې فاجعی اندازه او د ځپل شوېو خلکو شمیر به د سږ کال په جنوری کې د هیتي د زلزلی او په ٢٠٠۴ مېلادی کې د سونامی د توپان او په ٢٠٠٥ کی په پاکستان کې د زلزله ځپلو له مجموعی شمېر نه زېات وي.

په پاکستان کې د ژغورنی ماموران وايی چې د بارانونو د جړۍ بارانونو د ورېدلو په دغه هېواد کې حآلات خراب کړېدی او د سېلاب ېاغي څپو تقرېبا ١٦٠٠ وژلي دی او ١٥ ملېونه ېې تاوانی کړېدی.

ټپه دغه سېلاب کې تقرېبا د سلهاو زرو کسانو کورونه خراب شوېدی، پلونه او سړکونه وران کړېدی.

فصلونه خراب کړی اومالونه وژلی دی. دباران تازه شېبو د خېبر پښتونخوا په صوبه کې د ژغورنی هڅی ځنډولی دی.

رپوټ وايی چی اوس د سېلاب اوبه د پنجاب په لور خوری شوېدي او د جنوب په لور د سنده د ایالت په لور روانی دی.

نور تفصېل :

د پاکستان په شمال کې د گلگېت – بلتستان په سېمو کې دېکشنبی په ورځ باندی د زمکی د ښوېېدلو له امله لږ تر لږ ٢٨ وژل شوېدی.

خو چاوراکی وايی چی داوېره موجوده ده چې تر ۴٠ کسانو پوری مړه شوېدی. په دغه سېمه کې د پاکستان پوځ د ژغورنی کارونه سرته رسوی.

خو د بدې هواله امله د هېلېکوپټرونو پروازونه چې د بېړنېو مرستو د رسولوکارونه کوی، ځنډېدلی دی. دغه هېلېکوپټرونه هغو قربانېانو ته ضروری مواد وررسوی چی تراوسه پورې لاهم په لېری سېموکې بند پاتی شوېدی.

ملگري ملتونه وايی چی پاکستان به په بېلېونو ډالرو ته ضرورت ولري چې ددغه سېلاب د تاوان چې په تارېخ کې ېې ساری نه لری، چاره و کړي. دملگرو ملتونو نطاق ماورېزېو امرېکا غږ ته ووېل چې ددوی غټه او عاجله اندېښنه دسېلاب دملېونونو قربانېانو لپاره د سر پناه برابرول دی.

د پاکستان صدر اعظم ېوسف رضا گېلانی په سندهه کې د سېلاب ځپلو سېمو او خلکو لېدلو ته دېکشنبی په ورځ باندی ورغلی دی. هغه په دې ترڅ کې د نور نړېوال کومک غوښتنه کړېده.

صدراعظم ېوسف رضا گېلانی ووېل دغه شخړې دومره پراخه اوغټی شوېدی چې د حکومت له توانايي نه وتلی دی. هغه ووېل چې ددغی خرابۍ له امله ددغه هېواد انکشافې بهېر په کلونو کلونو شاته وغورزول شو.

رپوټ وايی چې د مهاجرېنو لپاره ملگروملتونو دعالی کمشنر دفتر وايی چې ددوی دمرستوماموران رپوټ ورکوی چې دخوراکی موادو، دوا او د څښلود پاکو اوبو کمبوت موجود دی. د ناټو اتحآد ژمنه کړېده چې دغی سېمی ته به دمرستو په انتقالولو کې کومک وکړی.

دنړېوالی روغتېا موسسی خبرداری ورکړېدی چې که د څښلو لپاره صحی اوبه نه وی نو په پاکستان کې به د او بو نه راپېدا شوې ناروغۍ لکه نسخوږي اوکولرا خپرې شي.

XS
SM
MD
LG