د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د سند په ایالت کې تازه سیلابونه راغلي دي


د پاکستان په جنوب کي چارواکي وایی چی په سیمه کي سیلاونو په داسی حال کي زور اخیستي چی د سند د رود اوبه تر خپلو غاړو اوښتي او د سند د ایالت زیاتره ښارګوټي یې د خطر سره مخامخ کړي دي.

چارواکو نن د شنبې په ورځ وویل چی د تاریخي ښارګوټي ( ټاټا ) د درې زره اوسیدونکو درې برخي خلک یې را ایستلي دي . هغه دیوالونه چی ددې ښارګوټي د ساتني دپاره د اوبو په مخ کي جوړ شوي وو، هغه په دې وروستیو ورځو کي څو څو ځله د سیلاب اوبو وړي دي، که څه هم چی د سیلاب اوبه لا ددې ښارګوټي مرکز ته نه دي رسیدلي.

پاکستاني چارواکي په دې باندي کار کوي چی دغه دیوالونه بیا ترمیم کړي. د سیمي اکثرو اوسیدونکو په ( مکلي ) کي یوې پخوانۍ هدیرې ته ځانونه رسولي دي او همالته د خپلو څارویو او د کور د سامانونو سره ناست دي او مرستو ته انتظار باسي.

ملګري ملتونه وایی چی په دې سیمه کي دغو سیلابونو د تیري چهارشنبې راهیسي تقریبا یو ملیون خلک بې ځایه کړي دي. هغه سیلاونه چی یوه میاشت مخکی د پاکستان په شمالي غرنیو سیمو کي راغلل اته ملیون خلک یې خپل ژوند ته ددوام ورکولو دپاره مرستو اخیستو ته اړ کړي دي.

په پاکستان کي د ملګرو ملتو چارواکو نن دې فاجعې ته د جواب ویلو د پاره چی لږترلږه ١٦٠٠ کسه په کي مړه او ٢٠ ملیون تنو ته په کي تاوانونه رسیدلي دي، ددوام دارو مرستو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG