د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې سیلابونو په سل ګونه خلک وژلي او بې کوره کړیدي


چارواکي وایی چی د څلورو ورځو په سختو بارانونو کي چی د خیبر پښتونخوا په ولایت کي اوریدلي، څه دپاسه اته سوه کسه مړه شوي دي.

همدا راز دغو بارانونو د افغانستان په ختیځ او شمال کې 64 کسان وژلي دي. افغان او ناټو قواوې وایي چې دوي د کنړ او ننګرهار ولایتونو ته چې زیات بارانونه پکې اوریدلي دي، د ژغورنې لپاره هیلوکوپترې وراستولي دي.

ددغه ولایت د اطلاعاتو وزیر ( میا افتخار حسین ) د نړۍ والي ټولني نه مرستي غوښتي دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې پدغو بارانونو کې به شاوخوا یو میلون خلکو ته په پاکستان کې زیان ورسیږي.

په دې ولایت کي په سل گونو کورونه او په لس گونو پلونه نړیدلي او ډیري زیاتي زراعتي ځمکی تباه شوي دي. چین ته غځیدلې لویه لار هم تر اوبو لاندي شوې ده.

د هوا د حالاتو ماهران وایی چی په راتلونکو ورځو کي به نور بارانونه هم وسی.

XS
SM
MD
LG