د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې بارانونو او سیلابونو ۳۰ تنه مړه کړي


په پاکستان په چترال کې د موسمي بارانونو له کبله په راوتلیو سیلابونو کې شاوخوا ۳۰ تنه مړه شوي دي. سیلابونو یو شمېر کورونه او یو جومات هم وړي دي.

په چترال کې سیمه ییز چارواکي وایي په مړو شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او یو شمېر نور ورک دي چې لټون یې پیل شوی دی.

داسې اندېښنې شته چې شاید ډېر ورک شوي هم مړه وي، چې لا یې دقیق ارقام معلوم نه دي. دا سیلابانونه د موسمي بارانونو له کبله راوتلي دي.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې څو ورځې مخکې د شړکنده بارانونو او خطرناکو سیلابونو خبرداری ورکړی و.

چترال ښکلي غرونه او رنګینې درې لري چې ګڼ سیمه ییز او بهرني سیلانیان یې لیدو ته ورځي. په چترال کې د کیلاش دره هم شته، چې خلک یې جلا مذهب او دودونه لري.

بارانونو همدغه راز تېره اونۍ د پاکستان په ستر ښار کراچۍ هم کې ګڼې ستونزې جوړې کړې او د ښار د لویې برخې برېښنا پرې شوې وه.

موسمي بارانونه او سیلابونه هرکال په پاکستان کې سلګونه کسان مړه کوي او ګڼ کورونه او ودانۍ هم وران او ویجاړوي.

XS
SM
MD
LG