د لاس رسي وړ اتصالات

زرداري کابل کې غني او عبدالله سره خبرې وکړې


د واک نه د ګوښه کیدو وروسته دا کابل ته د پاکستان د پخواني جمهوررئیس اصف علي زرداري لومړی سفر دی
د واک نه د ګوښه کیدو وروسته دا کابل ته د پاکستان د پخواني جمهوررئیس اصف علي زرداري لومړی سفر دی

د افغانستان حکومت وایي چې د پاکستان پخوانی جمهور رئیس اصف علي زرداري د پنجشنبې په ورځ په یو ورځني سفر د خپل ګوند د یو پلاوي سره کابل ته راغلی دي.

د پاکستان پخوانی جمهوررئیس اصف علي زرداري کابل ته د رسیدلو لږ وروسته د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د اجرائیه رئیس عبداله عبدالله سره د سپیدار په ماڼۍ کې وکتل او د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره هم ګوري.

د ښاغلي عبدالله او ښاغلي زرداري ترمنځ د کتنې وروسته د افغانستان اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي خبریالانو ته وویل چې دواړو مشرانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د پراخیدلو او په سیمه کې د سولې د ټینګیدو په لارو چارو خبرې کړي دي.

ښاغلي رحیمي وویل "دواړو خواو د اړیکو په ښه کیدلو او دوستانه اړیکو او په سیمه کې اقتصادي چارو ته په پاملرنې په دې ټینګار کوه چې باید د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې شي او هڅه وشي چې د افراطیت، تروریزم اود هغو جریاناتو سره چې په ډیرو افراطي تعبیرونو سره چې په سیمه کې او کله هم په نړۍ کې د ګډوډیو رامنځ ته کیدو سبب ګرځي په کار ده چې ګډه مبارزه وشي".

ښاغلي رحیمي وویل چې افغانستان پاکستان سره د اړیکو د ښه کیدو په برخه کې یو لړ ګامونه اخیستي دي او اوس د پاکستان وار دی چې ګام پورته کړي.

ښاغلي رحیمي وویل " لکه چې خبریاست په دې وروستیو کې د پاکستان او چین د هیوادونو په همکارۍ د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره یو لړ هڅې روانې دي چې د سولې بهیر چټک شي خو په دې غونډه کې طبعیي ده چې څرنګه چې اوس ښاغلی زرداري د حکومت مشري په غاړه نه لري خپله هراړخیز ملاتړ یې له دغه بهیر نه څرګند کړ او وې ویل چې د ده په مشرۍ ګوند او ددغه ګوند نور ملاتړي ګوندونه د سولې له بهیره ملاتړ کوي".

د افغانستان د اجرائیه رئیس ویاند وویل چې پاکستاني چارواکو د افغانستان د سولې د ټینګیدلو په برخه کې یو لړ ژمنې کړي دي چې په کار دي ورباندې عمل وکړي.

تراوسه لا د جمهوررئیس محمد اشرف غني سره دښاغلي زرداري د کتنې په باب لا معلومات نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان او د پاکستان د چارو یو شمیر کارپوهان په دې نظر دي چې ښاغلی زرداري د خپلې واکمنۍ په پنځوو کلونو کې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدلو په برخه کې ډیر څه نه دي کړي اوس چې له واکه لرې شوی نو ډیر څه نه شي کولی.

د افغانستان د سیاسي چارو یو کارپوه احمد سعیدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې افغانستان ته د پاکستاني مشرانو راتګ پرته له دې چې د هندوستان او افغانستان اړیکو ته زیان ورسوي بله ګټه نه لري.

ښاغلي سعیدي وویل " پاکستانیان لومړی له دروازې راننوتل او اوس غواړي چې له کړکۍ داخل شي او کوم چل نه کار واخلي او ښاغلی اشرف غني وغولوي".

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د ښاغلي زرداري سفر مهم بللی او ویلي دي چې دا ډول سفرونه د افغانستان او پاکستان په نږدې کیدو کې مرسته کولی شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند قاضي محمد خلیل نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې ښاغلي زرداري سره کابل ته د هغه په مشرۍ د پیپلز د ګوند نور چارواکي هم ملګرتیا کوي.

ښاغلي خلیل وویل "مونږ په بیلابیلو برخو کې افغانستان سره د نږدې کیدلو هڅې کوو ځکه زمونږ په باور دا ډول نږدې والی به زمونږ د اړیکو په نږدې‌والي کې مرسته وکړي".

په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي چې ښاغلي زرداري سره په دغه سفر کې د پاکستان پخوانی صدراعظم سید یوسف رضا ګیلاني او د دغه هیواد د پیپلز ګوند یوه لوړ پوړې چارواکې میرمن شیري رحمان هم ملګرتیا کوي.

په پام کې ده چې ښاغلی زرداري به نن ناوخته د افغانستان د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي سره هم وګوري.

پخوانی جمهوررئیس حامد کرزی نن په کندهار کې د افغانستان د پخواني سیاستمدار عزیرالله واصفي د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره دغه ولایت ته تللی وو.

د پاکستان پخواني جمهوررئیس په داسې حال کې کابل ته سفر کړی چې د دغه هیواد د استخباراتو رئیس جنرال رضوان اختر تیره ورځ د کابل نه لیدنه کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس امرالله صالح د ټویټر په خپله پاڼه لیکې دي چې د پاکستان د استخباراتو مشر په داسې حال کې افغانستان ته ورغلی چې د افغان حکومت مخالف وسله‌وال لاهم د افغانانو وژلو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG