د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي او افغان ځواکونو د یوسف رضاګیلاني زوی وژغوره


علي احمد ګیلاني په پاکستان تښتول شوی و
علي احمد ګیلاني په پاکستان تښتول شوی و

د افغانستان جمهوري ریاست وايي افغان امنیتي ځواکونو په پکتیکا کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني زوی، علي حیدر ګیلاني د تښتوونکو له منګولو ازاد کړی دی.

ارګ یوه اعلامیه وايي چې، ښاغلی ګیلاني یې په کابل کې د پاکستان سفارت ته سپارلی دی او د هغه د خلاصولو په عملیاتو کې د القاعده شبکې یوه پټنځای هم ویجاړ شوی دی.

ددغو عملیاتو په هکله د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند تواب غورځنګ د دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت د ویاندویانو سره یو ګډ خبري کنفرانس ته په وینا کې د پاکستان د پخواني صدراعظم سید یوسف رضا ګیلاني د زوی علي حیدر ګیلاني د یرغمل نیوونکو له منګلو څخه د ژغورنې د عملیاتو په باب خبریالانو ته د معلوماتو د ورکولو پر مهال وویل، چې هغه د القاعدې ډلې پورې مربوطو وسله‌والو لخوا ساتل کیده.

په همدې حال کې په افغانستان نړیوال ځواکونه وايي د سه شنبې سهار دغه عملیات د پکتیکا د ګیان په ولسوالۍ کې وشول، چې څلور اورپکي هم په کې وژل شوي دي، خو افغان او امریکايي لوري ته کوم زیان رسېدلی نه دی.

په کابل کې د قاطع ملاتړ د ماموریت له خوا په یو بیان کې ویل شوي، چې علي حیدر ګیلاني د امریکا د ځانګړو ځواکونو له خوا د افغان ځواکونو په ملتیا د پکیتکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې نن د برمته کوونکو له منګلو ژغورل شوی دی.

د قاطع ماموریت هم په دغه بیان کې ویلي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د القاعدې شبکې پورې تړلي څلور کسان وژل شوي دي.

مخکنی راپور:

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هیواد د پخواني صدراعظم سید یوسف رضا ګیلاني زوی نن سهار د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د یوې وسله والې ډلې له منګولو ژغورل شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن د ټیلیفون په لیکه د پخواني صدراعظم سید یوسف رضا ګیلاني د زوی علي حیدر ګیلاني د خوشې کیدو خبر د دغه هیواد د صدراعظم د نړیوالو اړیکو او د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ته رسولی دی.

دا بیان وايي چې ښاغلی علي حیدر ګیلاني به د طبي معاینې وروسته اسلام اباد ته واستول شي.

همدا شان په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال د خپل فیس بوک په پاڼه لیکلي چې نن یې د پاکستان پخواني صدراعظم سید یوسف رضا ګیلاني ته د ټیلیفون له لارې د هغه د زوی علي حیدر ګیلاني د سړي تښتونکو له منګلو د راخوشې کیدو خبر ورکړی دی.

عمر زاخیلوال ویلي چې افغان ځواکونو علي حیدر د القاعده د ډلې پورې د ټړلې یوې ډلې له منګلو ژغورلی دی. ټاکل شوې چې د افغانستان د ملي امنیت چارواکي لږ وروسته په دې هکله په یوه خبري غونډه کې خبریلانو ته معلومات وړاندې کړي.

علي حیدر ګیلاني درې کاله وړاندې په پاکستان کې د سړي تښتوونکو یوې ډلې برمته کړې وو.

XS
SM
MD
LG