د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ۱۴۱پیلوټان له پرواز کولو بند کړل؛ وايي "اسناد یې جعلي"دي


د پاکستان حکومت د پیلوټانو د جعلي اسنادو په اړه یې پلټنې پیل کړي
د پاکستان حکومت د پیلوټانو د جعلي اسنادو په اړه یې پلټنې پیل کړي

د پاکستان ملي هوايي شرکت د نړۍ د هوايي چلند د نظم او مصونیت ادارې او په دغه هېواد کې بهرنیو سفارتونو ته ویلي‌ هغه ۱۴۱پیلوټان یې له پرواز کولو بند کړي چې شک کیږي د پیلوټۍ اسناد یې "جعلي" دي.

د پاکستان د ملي هوايي شرکت ویاند وویل چې یادې شوې ادارې او سفارتونو ته یې یو رسمي‌ لیک استولی دی او هغوی ته یې له دې پلوه ډاډ ورکړی دی.

په پاکستان کې د یو شمېر پیلوټانو د اسنادو په اړه له هغه وروسته بحثونه وپارېدل چې د دغه هېواد د هوايي چلند وزیر غلام سرور خان تېره ورځ وویل حکومت له یو شمېرهوايي شرکتونوغوښتي چې ۲۶۲ پیلوټانو ته د پرواز اجازه ورنکړي.

چارواکي وايي د دغو پیلوټانو د اسنادو په اړه پلټنې پيل شوي دي. د هوايي چلند وزیر غلام سرور خان ویلي دي چې په دغه کار سره د نړۍ د هوايي چلند د نظم او مصونیت ادارې او نړیوالو ته دا ډاډ ورکول کیږي چې شته اندېښنې جدي ګڼل شوي او مشکلات به حل شي.

په اصل کې د پیلوټانو د جعلي‌ اسنادو قضیه تېره میاشت د «پي آی اې» شرکت د یوې الوتکې له غورځېدو وروسته پيل شوه. په دغه پېښه کې شاوخوا ۹۷ کسان مړه شول.

د دغې قضیې د پلټنو په لومړیو راپورونو کې ویل شوي وو چې پیلوټان د الوتنو د معیار او اصولو په پلي کولو کې پاتې راغلي دي. د «پي آی اې» هوايي شرکت د امریکا، برتانیا او اروپا په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونو ته پروازونه کوي.

له پرواز څخه د پیلوټانو د منع کولو په اړه د رسمي لیک یوه کاپي د امریکا سفارت ته هم استول شوې ده. رویټرز وايي دا لیک یې لوستی دی او په لیک کې دا هم ویل شوي دي چې د "پي آی اي ټول پیلوټان معتبر لایسنس لري او د پاکستان حکومت یې اسناد تاید" کړي دي.

وزیر وویل چې د پاکستان د هوايي چلند د ادارې د پنځه چارواکو دندې هم د دغو پیلوټانو سره د مرستو په تور ځنډول شوي دي.

د پاکستان د پیلوټانو ټولنې په دې اړه د رویټرز خبري اژانس ته له څه ویلو ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG