د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقوقو سازمان پر پاکستان نیوکه کړې


د بشري حقوقو یوې نړیوالې ډلې د پاکستان پر وسله وال پوځ او طالبانو پړه اچولې ده چې له بشري حقوقو نه یې تیری کړی دی. په دې تیریو کې په شمال غربي قبایلي علاقو کې په غیرمنصفانه ډول توقیفونه ، تعذیب او شکنجه او بې محاکمې وژنې شاملې دي.

په هغه رپوټ کې چې د عفوې نړیوالې ادارې نن د پنجشنبې په ورځ خپور کړی دی ویل شویدي چې په ملیونو پاکستانیان له دې ډول بې قانونۍ له امله متضرر شوي دي. دغه سیمې چې ویل کیږي پوځ او طالبان پکې له بشري حقوقو نه تیری کوي زیاتره دافغانستان سرحد سره نژدې پرتې دي.

د بشري حقوقو سازمان وايي چې د پاکستان پوځ له بشري حقوقو نه تېری کړی دی چې په کښي جبري لادرکه کیدنې او په توقیف کې وژنې شاملې دي.


په رپوټ کې ویل شوي دي چې دوي داسي اسناد لري چې دهغو کسانو مړي کورنیو ته ورکړل شوي دي چې له پوځ سره بندیان وو او یا دا چې مړي یې په قبایلي علاقو کې په کوم ځای کې اچول شویدي.

د بشري حقوقو د ایشیا پسیفیک مشرې پالی ټروسکاټ امریکا غږ ته وویل چې دا گرانه ده چې د مرګ د څرنگوالی په برخه کې معلومات ترلاسه شي. میرمن ټروسکاټ وایي چې ډېر هغه مړي چې پیدا شویدي د هغو په وجود د وهلو نښې نښانې موجودې وې. د دغو مړی کورنۍ – له هغه وخت نه چې سړی توقیف کېږي او یا لادرکه کېږي – ترهغه وخت پورې چې مړی یې پیدا کېږي په دې خبر نه وي چې د دوي د کورنۍ په غړي څه تیرشو. اوکله ناکله لا بالکل پېدا کېږي لا نه.


دبشري حقوقو اداره وايي چې طالبان هم په دې تورن دي چې له یوشمیر بشري حقوقو نه یې تیری کړی دی. په دې کې د عسکرو نیول او وژل شامل دي. د دوي محاکمې عادلانه قضایې معیارونه چې په نړیوالو مقرراتو برابر وي نلري. لنډه دا چې د یوې منصفانه محاکمی شرایط نه پوره کوي.

د امریکا غږ خبریالې نزرانې یوسفزۍ په دې موضوع په پیښور کې د مدني حقوقو د وکیلې ثمر من لله سره د مرکې په اساس یو رپورټ جوړ کړې چې په لاندي لینک کې یې اوریدلای شیْ
XS
SM
MD
LG