د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوالې اتومي انرژۍ مشري پاکستان ته ورکړل شویده


د نړیوالې اتومي انرژۍ مشري پاکستان ته ورکړل شویده

د نړیوالې اتومي انرژۍ مشري پاکستان ته ورکړل شویده

سره لدې چې پاکستان د اتومي وسلو د نه خپرولو تړون ندی لاسلیک کړی خو د ملګرو ملتونو د اتومي چارو د څارنې د اداري مشري پاکستان ته ورکړل شویده.

د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې IAEA چې پنځه دیرش غړي لري پرون د دوشنبې په ورځ په ویانا کې په یوې غونډې کې یې د دغې ادارې مشري پاکستان ته ورکړه.

پاکستان به پدغې یو کلنې نوبتي مشرۍ کې په اتومي چارو کې د بحثونو مشري کوي او د ادارې د نورو غړو سره به مرسته کوي چې د نړۍ په چارو کې څه ډول پریکړې وکړي.

که څه هم چې د پاکستان نامتو سایسن پوه عبدالقدیر خان د اتوم د قاچاقو ډله لرله او پدې یې اعتراف کړیدی چې ایران، لیبیا او شمالي کوریا ته د اتومي وسلو د جوړولو محرم مالومات یې ورکړیدي خو بیا هم هیڅ کوم یوه هیواد پاکستان ته د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مشرۍ د سپارلو سره مخالفت ندی ښودلی.

د اتومي انرژۍ په نړیوالې ادارې کې د پاکستان استازي پرون د دوشنبې په ورځ وویل چې د پاکستان ټولې ملکي ادارې د ملګرو ملتونو د مصؤنیت د شرایطو پر اساس محفوظې دي. هغه همدارنګه ویلي دي چې هیواد یې تل د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې خبره منلې ده.

د 1998 میلادي کال نه راپدیخوا کله چې پاکستان د خپلو اتومي وسلو ازمایښت وکړ ، دا لومړی ځل دی چې د دغې ادارې مشري پاکستان ته ورکول کیږي او هندوستان چې هغه هم د اتومي وسلو د نه خپرولو تړون ندی لاسلیک کړی ، دوه ځله یې د اتومي انرژۍ د نړیوالې اداري مشري په غاړه درلودلې ده.

پدغې ادارې کې دامریکا استازي ګلاین ډیوس پرون د دوشنبې په ورځ وویل چې امریکا دیته سترګې په لاره ده چې د پاکستان سره په ګډه پدې ادارې کې کار وکړي.

د پاکستان نه وړاندې د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشري مالیزیا کوله.

XS
SM
MD
LG