د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان مخالفو گوندونو د حکومت د خبرو وړاندیز رد کړ


د پاکستان د لاریون څلورمه ورځ
د پاکستان د لاریون څلورمه ورځ

د پاکستان د مخالف گوند مشر عمران خان او د عوامي تحریک گوند مشر طاهر القادري د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې د صدراعظم نواز شریف نه د خبرو اترو وړاندیز تر لاسه کړ چې د پلازمینې اسلام آباد په مرکز کې لاریون د څلورمې ورځې دپاره دوام وکړ.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نثار چودري د یکشنبې په ورځ وویل د یو نیک نیت په توگه حکومت پریکړه کړې ده چې د مخالف گوند مشرانو سره د خبرو دپاره دوه بیلابیلې کمیټې وټاکي.

د عمران خان استازي تر اوسه ددې غوښتنې ځواب ندی ورکړی خو د قادری استازي دا وړاندیز سمدستي رد کړ.

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشرعمران خان هم د نواز شريف حکومت ته په داسې حال کې ۴٨ ساعته وروستي مهلت ورکړېدی چې قادري د شنبې په ورځ ضرب الاجل ټاکلی وه.

د عمران خان یو ملاتړ تاج محمد علي وویل "عمران خان حکومت ته دوه ورځې وخت ورکړی، مونر به انتظار وکړو. مونږ به د خپل مشر د امر اطاعت و وکړو. مونږ به د حکومت په وړاندې د مدني سرغړونې دغورڅنگ اعلان سره موافقه وکړو."

مدني سرغړونه

عمران خان پرون خپلو ملاتړو ته په وینا کې پاکستانيان مدني سرغړونې ته راوبلل او پر دوى يې غږ وکړ، چې د واکمن گوند په وړاندې د احتجاج په توګه د ماليو له ورکولو نه ډډه وکړي، او د برېښنا او ګېس بېلونه دې هم نه پرې کوي.

ښاغلي خان وویل "زه دا ټول ملت ته وایم که چېرې غواړئ چې دا هیواد له مفسد صدراعظم نه خوندي وساتی، ېوازې یوه لاره لرئ چې دهغې په برخه کې مونږ نن پریکړه کولی شو. مونږ به دغه جعلی حکومت ته مالیه ورنکړو او د بریښنا او گازو پېسې به پرې نکړو."

عمران خان ویلي که چېرې نواز شريف په ۴٨ ساعتونو کې استعفا ونکړي، د ده پلويان به د پاکستان پر ملي پارلمان او د صدراعظم پر دفتر يرغل وکړي، چې مسووليت به يې د نواز شريف د حکومت پر غاړه وي.

د میاوالي اوسیدونکی محمد نوید چې د لاریون دپاره اسلام آباد ته راغلی وایي "عمران خان حکومت ته ۴٨ ساعته ضرب الاجل ورکړی. مونږ دلته یو او د خان د امر مطابق به عمل وکړو. تر هغه به دلته یو چې نواز شریف اوشهباز شریف استعفا نه وي کړي او بیا ټاکنې نه وي اعلان شوي."

په عامو خلکو د لاریون اغیزه

دواړو سیاسي مشرانو، ښاغلی خان او د عوامي تحريک ګوند مشر ښاغلي القادري چې یو جلا لاریون پر مخ بیايي ویلي دي چې د هغوي ملاتړي به تر هغه وخت پورې په سړکونو باندې خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي چې نواز شریف له خپلې دندې استعفی نه وي کړې.

په داسې حال کې چې په سیمه کې پلورنځي او رستوارنونه دېته اړ شوي چې خپلې دروازې بندي کړي، خلک نن سهار مجبوروو چې د اسلام اباد په سړکونو باندې د کانتینرونو او اغزن مزیو له وجې کار ته د تگ دپاره له موټرونو پیاده شي.

د پوهنتون یوه محصله، سدره وايي "له نن سهار راهیسي زه پیاده مزل کوم او سړکونه تړلي دي. عامه ترانسپورت مونږ د لارې په نیمایي کې ښکته کوي. له ډیرو ستونزو سره مخ یو، اکثره عمومي لارې بندې دي"

د مدثر په نوم یو قصاب وايي په سیمه کې د رستوانونو د تړلو له وجې کارو بار یې په تپه ولاړ دی:"دا زمونږ په کاروبار ناوړه اغیزه کوي. مونږ د ورځې دوه سوه زره روپۍ گټلې، اوس دا لسو زرو روپیو ته راټیټې شوې. گوری چې مشتریان نلرو. "

د پولیس د تخمین له مخې د اسلام آباد په دوو عمومي سړکونو باندې تقریباً ٥٥ زره خلک راټول شوي دي.

عمران خان او القادري تیره اونې ونشوای کړای چې خپل لاریون دپاره د لاهور له ښاره هغه شمیر خلک راټول کړي چې د راغونډولو هیله یې درلوده، خو بیا هم په دې وتوانیدل چې خپل په لسگونو زره ملاتړ راټول کړي چې د پلازمینې امنیت د جدي گواښ سره مخامخ کړي.

په داسې حال کې چې دغې پراخې گډوډۍ په اتمي وسلو سمبال هیواد کې اندیښنې رامنځ ته کړي دي، د هیواد ځواکمن پوځ د دې سیاسي کړکیچ په وړاندې چوپه خوله پاتې دی.

XS
SM
MD
LG