د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان_هند کړکیچ د امریکا د کانګرس ځينې غړي اندېښمن کړي


په امریکا کې د کانگرس غړیو د پاکستان او هند نه غوښتي چې خپل منځني اختلافات په خبرو حل کړي او د جنگ او شخړو نه ډډه وکړي.

د هغې نه وروسته چې د پاکستان او هند ترمنځ په سرحد شخړې شوېدي او هند او پاکستان دواړو د یو بل د الوتکو د ویشتلو ادعاگانې کړیدي، نړیوالې ټولنې په دواړو ملکونو غږ کړیدی چې د زغم او صبر نه کار واخلي.

د بهرنو چارو کمیټې مشر الیټ اینجل امریکاغږ ته وویل: "کله چې هم د پاکستان او د هند ترمنځ د جنگ احتمال موجود وي نو زه ډیر سخت اندیښمن یم. دوې دواړه اتومي قدرت لرونکي ملکونه دي. بې شکه د دواړو ترمنځ په تاریخي ډول اختلافات شته. زه د دواړو ملکونو نه غواړم چې د زغم نه کار واخلي."

د پاکستان او هند اړېکې د هغه وخت راهیسې خرابې دي چې کله هند په ١٩۴٧ کې د برتانیې نه ازادي واخیسته. دغو دواړو پخوا هم دری لوی جنگونه کړیدي خو په وروستیو کې نړیوال ځکه د دواړو ملکو د اړیکو په خرابیدو زیات اندیښمن وي چې دواړه اتومي قدرتونه دي.

پاکستان د ١٩٩٨ کال د مۍ په میاشت کې اتومي قدرت شو او د هغې نه وروسته ادعا کوي چې د هند سره یې توله برابره ده.

د امریکا د کانگرس جمهوري غوښتونکي غړي مایکل مککو هم په دواړو ملکونو د زغم غږ وکړ ځکه دواړه اتومي وسلې لري. هغه وویل چې د پاکستان او هند د اړیکو خرابیده د امریکا لپاره د اندیښنې وړ خبره ده.

ښاغلي مایکل مککو زیاته کړه:" دا څرگنده ده چې د دواړو ملکونو ترمنځ د کشمیر په مسله اختلافات د ډیر وخت نه موجود دی. امریکا به کوښښ وکړي چې د دواړو ملکونو ترمنځ دغه مسله حل کړي. دا مونږ نه غواړو چې د دوو اتومي قدرتونو ترمنځ جنگ وشي."

د کانگرس یو بل جمهوري غوښتونکي غړي تهیوډور یوهو امریکا غږ ته وویل چې پدی وخت کې په نړۍ کې یوه بله جگړه نه غواړي. هغه وویل: "پدی هیله چې هوښیاران یو ځاې کار وکړي او خپل منځي اختلافات حل کړي. دا یوه ډیره لویه مسله ده ځکه دا د ډیر وخت راهیسې روانه ده."

د کانگرس بلې غړې ایمي بیرا هم په دغه لانجه اندیښنه څرگنده کړه او وی ویل چې "مونږ باید فکر وکړو او د دواړو ترمنځ د حالاتو سمولو کوښښ وکړو"

د یادونې وړ ده چې په پاکستان او هند دواړه دا وخت د تیارسی په حالت کی دي او د هند صدراعظم مودي خپلو ځواکونو ته د هر ډول اقداماتو کولو واک ورکړیدی.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG