د لاس رسي وړ اتصالات

په خیبر او بلوچستان کې د ترهگرو په ضد تازه عملیات


ထိုင္း၀န္ႀကီးခ်ဳပ္ နဲ႔ ေဒၚေအာင္ဆန္းစုၾကည္
ထိုင္း၀န္ႀကီးခ်ဳပ္ နဲ႔ ေဒၚေအာင္ဆန္းစုၾကည္

د پاکستان پوځ د یاغیانو پر مرچلو باندې هوایي بریدونه څو ورځې وروسته له هغې کوي چې ترهګرو د پېښور په ښار کې پر یو ښوونځي باندې په برید کې ۱۴۹ کسه و وژل چې اکثره یې ماشومان وو.

پاکستان د دې پېښې له وجې په ټول هېواد کې د درو ورځو دپاره ملي ماتم اعلان کړی چې نن یې په دریمه ورځ د خیبر په سیمه کې چې د افغانستان سره سرحد ته څیرمه پرته ده، د یاغیانو پر مرکزو باندې بریدونه وکړل او لږ تر لږه ۵۸ یاغیان یې و وژل.

د یاغیانو له خوا د ښوونځي په نښه کولو ټوله نړۍ هک پک کړله او صدراعظم نواز شریف یې دې ته اړ کړ چې ترهګرو ته د اعدام پر سزا باندې بندیز لیري کړي.

پرون د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز، د شپږ ترهګرو د اعدام حکمونه لاس لیک کړل.

پوځ ددغو شپږو ترهګرو نومونه نه دي افشا کړي او سیمه ییزې رسنۍ وايي چې ددې کسانو نومونه به د هغوي د اعدام وروسته اعلان شي. د مرګ دغه احکام د استیناف حق نلري او تورن کسان به په څو ورځو کې اعدام شي.

ویل کېږي چې دغه متهمین په دې تورن شوي دي چې په راولپینډۍ کې یې د پاکستان پر پوځي قرارګاه باندې په برید کې لاس درلود او دغه راز د پخواني ولسمشر پرویز مشرف د ترور پلانونه یې جوړول.

په بلوچستان کې یو طالب قوماندان او ٧ جنگيالي وژل شوي

د پاکستان د بلوچستان د زيارت په ضلع کې د جمعې په ورځ د امنيتي ځواکونو سره په نښته کې د تحريک طالبان پاکستان يو سيمه ييز قوماندان او ٧ شکمن جنگيالي وژل شوي دي.

سرچينې ادعا کوي چې وژل شوي جنگيالي سيمه کې د خلکو د تښتونو په پيښو کې ککړ وو او وژل شوي جنگيالي د کړه وړو نه بهرنيان ښکاريدل.

بلخوا پوليس وایي چې په موټر سائيکل سورو دوو وسله والو د بلوچستان په مستونگ بازار سيمه کې د پوليسو يو انسپکټر محمد امين شاهواني وژلى دى. بريدکوونکي په تيښته بريالي شوي او له پيښې وروسته امنیتي ځواکونو ټوله سيمه محاصره کړې ده.

XS
SM
MD
LG