د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د داعش فعاله غړي نیول شویدي


پاکستان د پنجاب صوبې د عدلېې وزير راناثناالله ویلي چې د پاکستان مختلفو برخو نه لږ تر لږه ۱۰۰ کسان عراق او سورېې ته تللي ترڅو د داعش د ډلې سره ملگري شي.

راناثناالله د پنجاب صوبې په فېصل اباد کې رسنيو سره په خبرو کې دغه تفصیلات خبریالانو سره شریک کړل.

هغه وویل " د نورو ملکونو نه په (داعش کې د شاميليدو دپاره) په سلګونو کسان تللي دي ، خو د پاکستان نه چې تراوسه پورې د تلونکو کسانو په اړه معلومات شوي د هغې ترمخه دغه شمېره د ۱۰۰ نه زياته نه ده " .

د پنجاب پوليس د ترهګرۍ د مخنيوي څانګې په تېرو څو ورځو کې داعش سره په تړاؤ يې ۴۲ مشکوک کسان نيولي دي .
د پنجاب پوليس د ترهګرۍ د مخنيوي څانګې په تېرو څو ورځو کې داعش سره په تړاؤ يې ۴۲ مشکوک کسان نيولي دي .

نوموړي زياته کړې چې " د ټولې نړۍ نه خلک عراق او سورېې ته خلک روان دي او برطانيې دولت هم دا ویلي چې د ۷۰۰ نه زيات وګړي يي داعش سره ملگرتیا دپاره تللي دي ، د فرانسه نه د ۱۰۰۰ نه زيات تللي دي، خو هغه وویل چې د دې ټولو حقیقتونو برسیره هم چا ونه ویل چې فرانسه کې داعش وجود لري يا يي هلته قبضه کړې ده

راناثناالله يو ځل بيا د پاکستان د حکومت هغه ژمنه تکرار کړه چې داعش به په پاکستان يا پنجاب کې خوریدو ته نه پریږدي.

د پنجاب صوبې د عدلېې وزير ويلي چې د پنجاب پوليس د ترهګرۍ د مخنيوي څانګې په تېرو څو ورځو کې د پنجاب په مختلفو برخو کې عمليات کړي او داعش سره په تړاؤ يې ۴۲ مشکوک کسان نيولي دي .

هغه وويلي نيول شوي کسان هغه دي چې د دوي به نور خلک داعش کې شامیلدو ته هڅول.

راپورونه وايي په نيول شوو کسانو کې په د دولت په وینا د داعش د اسلام اباد دپاره مشر عامرمنصور او د هغه نائب عبدالله منصوري او د دغه ډلې د سندهـ صوبې مشر عمرکاټهيو هم شامل دي .

تېره اوونۍ د پنجاب صوبې په سيالکوټ سيمه کې د داعش سره ارتباط لرونکو ۱۳ کسانو د نيول کیدو نه پس دغه عمليات گړندي شوي دي .

تېره اوونۍ یو خبر دا هم و چې د پنجاب صوبې مرکز لاهور نه درې ښځې د څو نورو کسانوسره یو ځای داعش کې د شاملیدو دپاره سورېې ته تلي دي . د پنجاب حکومت وايي د دغو کسانو په اړه پلټنې کوي .

پاکستان کې دا لومړی ځل دی چې کوم لوړ پوړي وزير په ملک کې د داعش په اړه څرگنده خبرې کوي

له دې وړاندې د پاکستان چارواکو تل دغه خبره کړې چې په ملک کې داعش ډله په منظم ډول وجود نه لري ، او حکومت د دغه خطر نه خبر دی او ملکي امنيتي ادارې د دې د مخنيوي دپاره چمتو دي .

XS
SM
MD
LG