د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په واشنګټن کې د لابي په لټه کې دی


د متحده ایالاتو او پاکستاني چارواکو ګډه غونډه په اسلام آباد کې.

د متحده ایالاتو او پاکستاني چارواکو ګډه غونډه په اسلام آباد کې.

د پاکستان او امریکا اړیکې د تیرو اتو کالونو راپدیخوا چندانې خوندورې نه دي. پاکستان پلان لري چې په واشنګټن کې داسي ډلي پیدا کړي چې د دواړو هیوادونو د اړیکو د ښه کیدو لپاره کار وکړي او په امریکا کې د پاکستان په هکله ښه ذهنیت را پیدا کړي.

د بلوچستان په ایالت کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر منصور د وژل کیدو له وجهې د پاکستان او امریکا اړیکې لا پسې خرابې شولې. پاکستان ویلي دي چې د بې الوتکې دا برید د هغوي په خاورې تیری دی.

د امریکا کانګریس همدارنګه د هغې موافقې مخه ونیوله چېپاکستان کولی شو د امریکا نه اته F-16 جنګې جیټ الوتکې واخلي. د دغو الوتکو مجموعي قیمت ۶۹۹ ملیون امریکایي ډالره کیده او کانګریس دیته اجازه ورنکړه چې د امریکا د حکومت په پیسو دې واخیستل شي. دې کار هم د دواړو هیوادونو په اړیکو باندي ناوړه اغیزه کړې ده.

د پاکستان د حکومت یوه جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې " پاکستان پخوا په واشنګټن کې طرفداران درلودل او غواړي چې دا پروګرام د سره پیل کړي. "

دغه چارواکي همدارنګه ویلي دي چې په واشنګټن کې د پاکستان د پلویانو د پیدا کیدو کار د جنرال پریزو مشرف د واکمنۍ په وخت کې پای ته ورسید خو حکومت اوس پریکړه کړیده چې " په واشنګټن کې د خلکو تر منځ د پاکستان په هکله د ښه ذهنیت د پیدا کیدو لپاره یو ځل بیا باید کوشش وشي. "

د پاکستان د حکومت دغه چارواکي دا هم وویل " د هند او یو شمیر نورو هیوادونو اړیکې پدې تازه وخت کې خورا ډیرې ښه شویدي او پاکستان ته هم په کار ده چې دیته ورته اقدام وکړي. "

د پاکستان د حکومت یو بل چارواکي چې د صدراعظم نواز شریف د مطبوعاتو په ډله کې کار کوي، دغه پریکړهتائید کړیده او وایي چې " مونږ د تروریزم سره جګړه د خپل اقتصاد او ژوند په قیمت کوو خو بیا هم خلک زمونږ نه خوښ نه دي. "

دغو چارواکو په واشنګټن کې د پاکستان د کومې ځانګړې طرفداري ډلې نوم وانه خیست خو وایي چې " د عامه اړیکو د نیمگړتیا له وجهې د پاکستان په هکله غلط ذهنیتونه موجود دي. "

XS
SM
MD
LG