د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د آمریکا هغه تورونه ردوي چې وايي یو خبریال یې وژلی


پاکستان د آمریکا هغه تورونه ردوي چې وايي یو خبریال یې وژلی
پاکستان د آمریکا هغه تورونه ردوي چې وايي یو خبریال یې وژلی

دامرېکا د پوځ ېو جگپوړه پوځي منصبدار وايي داسې ښکاري چې د پاکستان د حکومت ېوشمېر چارواکو دهغه خبرېال وژل منظور کړېدي چې دمې د مېاشتې په اخره کې ووژل شو، خو دغه آمریکايي منصبدار د دغه هېواد داستخباراتو ځواکمنه اداره ای اېس آی په دې مرگ کې لتاړه ونه بلله.

دسمندری قواو ستر جنرال اود لوېو درستېزانو د کمېټې رئېس ماېک مولن وايي هغه داسي رپوټونه ندي لېدلي چې هغه رپوټونه نقض کړي چې وايي اسلام ابا د سلیم شهزاد تر مرګه وهل منظور کړي دي.

د پاکستان د حکومت ېوه نطاق چې ځان ېې ندی ښودلی د اسو شېتېد پرېس خبری اژانس ته ېې وېلی دی چې دماېک مولن وېنا په بشپړه توگه غېرمسوولانه ده. هغه ووېل پاکستان ېو مستقل کمېسېون تاسېس کړېدی چې د سلېم شهزاد د مرگ تحقېقات وکړي.

د پاکستان د نظامی استخباراتو ځواکمنې اداری اې اېس آي هغه ادعاگانی چې وايي دوی دسلېم شهزاد په مرگ کې لتاړ دي، د بې اساسه اوبی بنېاده ادعاگانو په نامه رد کړي دي.

سلېم شهزاد دهانگ کانگ د ېوې آن لاېن خپرونې، اېشېا ټاېمز لپاره کار کاوه. هغه د مې په 29 د پاکستان په پاېتخت اسلام اباد کې لادرکه شو. دهغه مړی دوه ورځې وروسته په ېوه وېاله کې پېدا شو او د وهلو ټکولو نښی نښانی پرې له وراېه ښکارېدلې.

سلېم شهزاد له مرگ نه مخکی د پاکستان د پوځ او اسلامي ډلو ترمنځ دتړاو په برخه کې تحقېقات کول. هغه رپوټ ورکړی و چې القاعده د پاکستان په سمندري اډه باندې ځکه برېد کړی و چې هغه خبري ناکامی شولی چې ددوه سمندري منصبدارانو د خوشی کولی لپاره کېدلی. د سمندری قواو دغه دوه منصبداران په دې گومان نېول شوي وو چې له القاعده سره تړاو لري.

دسمندری قواو ستر جنرال اود لوېو درستېزانو د کمېټې رئېس ماېک مولن دا مني چې ددوي اړېکی له پاکستان سره له زښت زېات فشار سره مخ دي. هغه ووېل چې د امرېکا اړېکی له پاکستان سره ترېنگلی وې خو کله چې دامرېکا په چپاو کې اسامه بن لادن دمی په دوېمه نېټه ووژل شو نو داسلام اباد او واشنگټن اړېکی نورې هم پسی ترېنگلې شولې.

XS
SM
MD
LG