د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا غږ د ډیوه راډیو خبریال وژل شویدی


د امریکا غږ د ډیوه راډیو خبریال وژل شویدی
د امریکا غږ د ډیوه راډیو خبریال وژل شویدی

د امریکا ږغ -- ډیوی راډیو خبریال، مکرم خان هاتف، وسله والو ویشتلی او وژلی دی. هغه نن خپل کور ته نږدی په یوه جومات ویشتل سوی وه.

پیښه د پښتونخوا د شبقدر په سیمی کی سوی. په سیمی کی د پولیسو یو مشر ویلی دی چی دوه برید کوونکی چی په موټر سایکل باندی سپاره وه په هاتف باندی چی په جومات کی وه ډزی وکړی او وتښتیدل.

د سیمی د پولیسو مشر، ناصر خان مروت بیا ویلی چی هاتف په سر باندی ویشتل سوی وه او پيښاور ته روغتون ته یووړل سو. په دغه پیښی کی د جومات ملا هم زخمی سوی دی.

د هغه روغتون یوه ډاکټر چی هاتف ورته وړل سوی وه وویل چی په روغتون کی هاتف د ټپونو له امله ساه ورکړه.

د بی پولی خبریالانو ډله وایی چی په ۲۰۱۱ کال کی په پاکستان کی ۸ تنه ژورنالستان وژل سوی دی. دغه بیا د ژورنالستانو لپاره پاکستان تر ټولو خطرناکه ملک ګرځولی دی.

XS
SM
MD
LG