د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ له اوباما کور، دفتر او آن فیسبوک/ټویټر واخیستل


ډونالد ټرمپ د امریکا ۴۵م ولسمشر دی
ډونالد ټرمپ د امریکا ۴۵م ولسمشر دی

ډونالد ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو سره سم د مخکني ولسمشر باراک اوباما د څوکۍ، د POTUS@ ټویټر او فیسبوک – او دفتر واخیستل.

مخکني ولسمشر باراک اوباما د سپینې ماڼۍ په ټویټر کې په وروستی ځل ولیکل "د یو هېوادوال په توګه به ستاسو ترڅنګ ولاړ یم او ستاسو د حق غوښتنې، عدالت غوښتنې او نیکو احساساتو له چیغو به الهام اخلم. زه به لاس په سر نشم".

د سپینې ماڼۍ د ټکنالوژۍ برخه د جمعې په ورځ د لوړې له مراسمو وروسته د نوي ولسمشر ډلې ته وسپارل شوه او پر ټویټر او فیسبوک یې وار له واره د نوي حکومت نښانونه ولګول.

خو ولسمشر ټرمپ چې خپله -realDonaldTrump@-د ټویټر رسمي پاڼه لري، د سپینې ماڼۍ د ټویټر د حساب په کارولو کې بېړه ونکړه.

هغه د لوړې له مراسمو ورسته د نوي ولسمشر په توګه په خپل شخصي ټویټر کې، چې شاوخوا ۲۱ میلیونه مینوال لري، ولیکل" خپلې دندې به بېرته ترلاسه کړو. خپل سرحدونه به بېرته خپل کړو. خپلې پانګې او هیلې به بېرته راوګرځو".

له دغه ټویټ نه څو ساعته وروسته د سپینې ماڼۍ په رسمي ټویټر POTUS@ کې د ولسمشر ټرمپ د لوړې د مراسمو تصویرونه خپاره شول، چې ورسره د فیسبوک لینک هم و. همدغه راز د سپینې ماڼۍ د انستګرام واک هم نوې ادارې ته وسپارل شو.

د مخکني ولسمشر اوباما او د هغه د مرستیال ټویټونه او پیغامونه د FLOTUS44@ @VP44 @ObamaWhiteHouse په ټویټرونو کې ارشیف او خوندې کړل شوي دي.

د ټویټر د شبکې یو چارواکي کولین کرول لیکلي دي چې د نړۍ وګړي او مشران ټویټر کاروي او " خوشحاله یو چې نن POTUS@ د انتقال" چارې بشپړې شوې.

د سپینې ماڼۍ په لومړي ځل په ۲۰۰۹ کال کې د ټویټر رسمي پاڼه جوړه کړه چې بیا د متحدو ایالتونو د ولسمشر په نوم هم رسمي پاڼه جوړه کړه.

XS
SM
MD
LG