د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د سعودي پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری به ونه زغمو


شریف: د سعودي پر ځمکنۍ بشپړتيا هر ډول تیری به د اسلام اباد له سخت غبرگون سره مخامخ شي.
شریف: د سعودي پر ځمکنۍ بشپړتيا هر ډول تیری به د اسلام اباد له سخت غبرگون سره مخامخ شي.

د پاکستان لوی درستیز راحیل شریف د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان دفاع وزیر شهزاده محمد بن سلمان ته ډاډ ورکړ چې د دغه هېواد پر ځمکنۍ بشپړتيا هر ډول تیری به د اسلام اباد له سخت عکس العمل سره مخامخ شي.

پاکستان ته د شهزاده محمد بن سلمان دغه یو ورځنی سفر د ریاض د هغو هڅو يوه برخه ګڼل کېږي چې غواړي له ایران سره د خپلې ډیپلوماټيکې لانجې په اړه د اسلام اباد ملاتړ ترلاسه کړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر هم د تیرې پنجشنبې په ورځ اسلام آباد ته تللی وو چې د پاکستاني چارواکو سره د ریاض او تهران د لانجې او د ترورېزم ضد ایتلاف کې د پاکستان دګډون په اړه بحث وکړي. خو پاکستان د ۳۴ هېوادونو دغه ایتلاف کې د ګډون کومه خبره نه ده کړې.

د پاکستان د سولې د انستیتوت مشر، پاکستانی څیړونکی محمد عامر رانا وایي په دې ائتلاف کې د پاکستان د همکارۍ څرک نه لیدل کیږي. ښاغلي رانا وویل:

"پاکستان یوازی د کوم هیواد په وړاندې نه بلکې د ډلې په وړاندې دریږي. نو ځکه پاکستان په دې برخې کې خپل ملاتړ وړاندې کړ او په واضح توگه یې ښودلی چې پاکستان په منځني ختیځ کې د هیڅ ډول پوځي عملیاتو کې د برخه اخیستو هڅه نه کوي."

د اسلام اباد د مدرنو ژبو په ملي پوهنتون کې پروفیسر طاهر ملک وایي دا به د پاکستان د حکومت هوښیاري وي چې د خپلو گټو په دې حساس وخت کې په اړیکو کې انډول وساتي.

ملک زیاتوي: "دواړه هیوادونه د پاکستان لپاره ډیر مهم دي. یو یې گاونډی دی او بل یې نږدې متحد. خو بهرنۍ پالیسي باید د ملي گټو په اساس وشي نه د فردي فرقوي یا قومي گټو په اساس."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وایي سعودي عربستان باید د فرقوي کرکې د رامنځ ته کولو او د سیمې د ثبات لپاره د مهم لوبغاړي ترمنځ یو انتخاب کړي.

ښاغلي ظریف د نیویارک تایم په ورځپانې کې د یوې مقالې په ترڅ کې د ایران د اتومي معاملې په وړاندې د سعودي عربستان مخالفت باندې نیوکه کړې ده او د سعودي عربستان د یو شمیر پارونکي اعمالو په یادولو د دغه هیواد له خوا د شعیه روحاني شیخ نمر ال نمر اعدام یو وحشیانه عمل بللی.

د عرب لیگ غړي هیوادونه د عربي هیوادونو په چارو کې د ایران مداخله وغندله
د عرب لیگ غړي هیوادونه د عربي هیوادونو په چارو کې د ایران مداخله وغندله

د عرب لیگ غبرگون

بلخوا د عربي اتحادیې یا عرب ليګ د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د یکشنبې په ورځ په قاهره کې هغه څه چې د سعودي عربستان په چارو کې د ايران لاسوهنه ګڼي، وغانده.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید ال نهیان ايران تورن کړ چې په خپله خاوره کې د سعودي عربستان د ډيپلوماتيکو مرکزونو په ساتنه کې په لوى لاس د ځان په پاتې راوستلو سره له نړيوالو موافقو سرغړونه کړې ده.

نورو عربي هیوادونو بیا له ایران دیپلوماتیکې اړیکې شلولي یا خپل استازي بیرته رابللي. د عرب لیگ په پرونۍ غونډه کې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجُبير وویل:

"دا بریدونه د ایران د تگلارې ښکاره څرگندونه کوي چې په عرب سیمه کې یې لري په تیره بیا هغوی د دغه سیمې د هیوادونو په چارو کې مداخله کوي، فرقوي مسلو ته لمن وهي او د سمیې امنیت او ثبات لرزوي. "

رياض وروسته له هغې له تهران سره خپلې ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې، چې لس ورځې مخکې سعودي عربستان يو پېژندل شوى شيعه روحاني اعدام کړ او له امله یې ايران کې اعتراض کوونکو د سعودي عربستان د سفارت پر ودانۍ يرغل وکړ.

XS
SM
MD
LG