د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د لویو درستیزانو د هیات د ریْس زوم تښتول شوی.


د پاکستان د لویو درستیزانو د هیات د ریْس زوم تښتول شوی.
د پاکستان د لویو درستیزانو د هیات د ریْس زوم تښتول شوی.

پاکستاني چارواکي وایی چی سړو تښتونکو د لاهور په ښار کي د پاکستان د اردو د لویو درستیزانو د هیات د رئیس جنرال طارق مجید زوم ( امیر ملک ) تښتولی دی.

هغوی نن د جمعې په ورځ وویل چی یوې ډلي سړیو د چهار شنبې په ورځ امیر ملک د لاهور په ښار کی د هغه د کور مخی ته ونیو او تر اوسه پوري یې چارواکو ته په دې باب څه نه دي ویلي. ملک د سوداگرو د یوې اتحادیې رئیس دی. تر اوسه لا دا نه ده معلومه چی هغه ولی نیول شوی دی.

چارواکي وایی چی پاکستاني پولیس او استخباراتی څانگي د هغه د پیدا کیدو لټي کوي.

په پاکستان کی په دې وروستیو وختو کي چی امنیت خراپ شوی، د خلکو تښتول هم زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG